روغتیا

ایبولا ویروس څه شی دی؟ نښې، لېږد او د مخنیوي لارې

ایبولا ویروس د نړۍ له تر ټولو خطرناکو ویروسي ناروغیو څخه ګڼل کېږي، چې د شدیدې تبې، وینې بهېدو او د لوړې مړینې لامل کېږي. دغه ناروغي نادره ده، خو کله چې خپره شي، کولی شي په لنډ وخت کې د ګڼو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

ایبولا ویروس لومړی ځل په ۱۹۷۶ کال کې د افریقا په سوډان او کانګو کې وپېژندل شو. د دې ناروغۍ نوم د “ایبولا” له هغه سیند څخه اخیستل شوی چې د لومړنیو پېښو سیمې ته نږدې و.

په دې وروستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت او یوګنډا په ځینو سیمو کې د ایبولا ویروس د خپرېدو پېښې زیاتې شوې دي. روغتیايي چارواکي وایي، سلګونه شکمنې پېښې او لسګونه مړینې ثبت شوې دي، چې له امله یې نړیواله اندېښنه زیاته شوې ده.

fff74570 52cb 11f1 b4b8 8bc40cabb834

ایبولا ویروس څنګه لېږدېږي؟

ایبولا ویروس له اخته حیواناتو او انسانانو څخه نورو کسانو ته انتقالېږي. روغتیايي کارپوهان وایي، د اخته حیواناتو وینه، غوښه او د بدن نور ترشحات د ویروس د انتقال مهم لاملونه دي.

دغه ویروس له یوه انسانه بل انسان ته د مستقیم تماس له لارې هم لېږدېږي. د ناروغ وینه، لاړې، خولې، استفراق او نور ترشحات کولی شي ناروغي خپره کړي. له همدې امله روغتیايي متخصصان سپارښتنه کوي چې له ناروغانو سره باید له احتیاطه کار واخیستل شي.

همداراز د ناروغ له جامو، بستر او نورو ککړو شیانو سره تماس هم د ایبولا ویروس د انتقال سبب کېدای شي. د مړو شویو کسانو جسدونه هم څو ورځې ساري پاتې کېږي، نو ځکه د جنازې او تدفین پر مهال له مستقیم تماس څخه باید ډډه وشي.

دا هم ولولئ:  اوچا د کاپ ۲۹ غونډې ګډونوالو ته؛ افغانستان له پامه مه غورځوئ
202003africa drc ebola

ساینسپوهان باور لري چې مېوه خوړونکي اسمانڅکالي د دې ویروس طبیعي کوربانه دي او ښايي ویروس له هغوی څخه نورو حیواناتو او انسانانو ته انتقال شي.

د ایبولا ویروس مهمې نښې څه دي؟

د ایبولا ویروس نښې معمولاً له څلورو تر ۲۱ ورځو پورې څرګندېږي، خو ډېری وخت د ناروغۍ علایم له پنځو تر ۱۲ ورځو وروسته ښکاره کېږي.

ناروغي اکثره د زکام یا انفلواینزا په څېر پیلېږي. ناڅاپي لوړه تبه، شدید ستړیا، د عضلو درد، د سر درد او د ستوني درد یې له لومړنیو نښو څخه ګڼل کېږي.

وروسته ناروغ د کانګو، نس ناستې او د پوستکي د دانو له ستونزو سره مخ کېږي. په ځینو پېښو کې د ځیګر او پښتورګو فعالیت هم اغېزمن کېږي.

د ایبولا ویروس تر ټولو خطرناکه نښه داخلي او خارجي وینه بهېدل بلل کېږي. روغتیايي کارپوهان وایي، که ناروغي پر وخت تشخیص او درملنه نه شي، د مړینې خطر یې ډېر لوړ وي.

په ځینو ناروغانو کې غیرعادي عصبي غبرګونونه او رواني بدلونونه هم لیدل شوي، چې د عصبي سیستم د اغېز نښه ګڼل کېږي.

د ایبولا ویروس درملنه څنګه کېږي؟

ډاکټران وایي، د ایبولا ویروس پر وړاندې چټکه درملنه د ناروغانو د ژوندي پاتې کېدو چانس زیاتوي. ناروغان باید تر جدي روغتیايي څارنې لاندې وساتل شي او د بدن مایعات، منرالونه او د وینې شکر یې منظم کنټرول شي.

Afghan Now 6

اوس مهال د “ایم‌اي‌بي ۱۱۴” او “رېګن اي‌بي ۳” په نوم ځینې درمل د مړینې د کمولو لپاره کارول کېږي، خو متخصصان ټینګار کوي چې دغه درمل باید د ناروغۍ له تشخیص وروسته ژر ورکړل شي.

دا هم ولولئ:  متحده عربي اماراتو کې د افغانانو هوسا ژوند

د ایبولا ویروس مخنیوی څنګه کېدای شي؟

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د ایبولا ویروس د مخنیوي تر ټولو مهمه لاره له اخته کسانو او حیواناتو سره د تماس کمول دي.

خلک باید د ناروغانو د بدن له ترشحاتو او د مړو شویو کسانو له جسدونو سره له مستقیم تماس څخه ډډه وکړي. روغتیايي کارکوونکي هم باید د خوندیتوب ځانګړي لباسونه وکاروي.

اوس مهال د “ارویبو” او “زابدنو او موابیا” په نوم واکسینونه د ایبولا ویروس د ځینو ډولونو پر وړاندې تایید شوي دي. روغتیايي متخصصان وایي، واکسینونه کولی شي د ناروغۍ د خپرېدو خطر راکم کړي، خو لا هم د نورو ډولونو لپاره څېړنې روانې دي.

ایبولا ویروس لا هم د نړۍ له خطرناکو ناروغیو څخه ګڼل کېږي، او روغتیايي ادارې هڅه کوي د عامه پوهاوي او وقایوي اقداماتو له لارې د دې ناروغۍ د پراخېدو مخه ونیسي.

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button