لوبې خبرونه

ایرلنډ له افغانستانه لوبه وګټله

د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو په درېیمه او وروستۍ لوبه کې نن ایرلنډ په سوپر اوور کې افغانستان ته ماتې ورکړه. افغانستان وار د مخه د دې سیالیو لومړۍ دوه لوبې ګټلې وې او په دې توګه یې د درې لوبو دا سیالي هم ورسره ګټلې وه

د سه شنبې پر ورځ د لوبې پچه ایرلنډ وګټله او لومړی یې خپله د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. د ایرلنډ د پاڼۍ پيل ښه نه و او په لومړي اوور کې یې د پاول سټرلنګ مهمه وېکټه بایلوده. په ۱۲ منډو ایرلنډ خپل دویمه وېکټه هم له لاسه ورکړه او توپوهونکي یې تر فشار لاندې راغلل.

خو د اوبراین او ډیلېني ترمنځ د ۶۲ منډو ملګرتیا د ایرلنډ پاڼۍ بېرته سمبال کړه. په پایل کې ایرلنډ په خپل شل اورونو کې په ۸ وېکټو ۱۴۲ منډې جوړې کړې. د ایرلنډ لپاره دېلېني تر ټولو ډېرې ۳۷ او ټېکټور ۳۱ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا نوین الحق او قیس احمد ښه وځلېدل او دواړو درې/درې وېکټې واخیستې. د افغانستان لپاره رحمان الله ګربز او عثمان غني، چې د حضرت الله ځاځي پر ځای لوبډله کې اخیستل شوی و، پاڼۍ پیل کړه.

ګربز د معمول په څېر یو ځل بیا چټکه لوبه وکړه او له پیله یې د ایرلنډ توپ اچوونکي وټکول. نوموړي له عثمان غني سره په اووم اوور کې خپله د پنځوس منډو ملګرتیا بشپړه کړه.

رحمان الله بلاخره په نهم اوور کې خپله وېکټه بایلوده او په ۲۹ توپونو یې ۴۲ منډې وکړې. په هماغه اوور کې عثمان غني هم په ۲۴ توپونو د ۱۸ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

ورپسې کریم جنت په ۱۷، محمد نبي په ۴ او نجیب ځدراڼ هم په صفر وسوځېد او افغانستان پرله پسې څو وېکټې په اسانۍ له لاسه ورکړې

دخو اصغرا افغان د افغانستان پاڼۍ تر یوه بریده سمبال کړه او په وروستي اوور کې راشد خان د یوې شپږیزې او یوې څلوریزې په مټ له ایرلنډ سره منډې برابرې کړې، او په دې توګه لوبه سوپر اوور ته ولاړه.

په سوپر اوور کې رحمان الله ګربز او محمد نبي د افغانستان لپاره منډو جوړولو ته را ووتل، خو یو هم ونه توانېد چې کومه شپږیزه یا څلوریزه ووهي او یوازې ۸ منډې یې وکړای شوې. په ځواب کې ایرلنډ پاول سټرلنګ او کېون اوبراین توپوهنې ته را ولېږل. راشد خان د پاول سټرلنګ وېکټه واخیسته، خو کېون اوبراین په وروستي توپ شپږیزه ووهله او ایرلنډ لوبه وګټله

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button