ټکنالوجي

ایفون دیارلس کومې ځانګړتیاوې لري؟

آیفون هغه موبایلونو دي چې د اپل شرکت یې تولیدوي. د ښې کیمرې، قوي امنیتي سیسټم او نورو ځانګړنو له کبله یې نرخونه قیمتونه د نورو کمپنيو د موبایلونو په پرتله لوړ وي. مګر نړۍ ده،

د هر څيز خپل مینه وال وي. هغوی چې له موبایلونو سره ځانګړې علاقه لري، تل دې ته منتظر وي، چې نوی ماډل موبایل بازار ته وړاندې او دوی یې ترلاسه کړي.د اپل کمپنۍ هم خپل نوی ماډل موبایل معرفي کړ او د خپلو پېرېدونکو انتظار یې تېره سه شنبه د سپټمبر په ۱۴مه پای ته ورساوه. تاسو به په دې لیکنه کې ددې موبایل پر ځينو مهمو ځانګړنو پوه شئ. 

20210918 074359

هر کله چې کومه کمپنۍ خپل نوی ماډل موبایل بازار ته وړاندې کوي، نو مینوال یې تر هر څه ډېر پر دې غور کوي، چې له پخواني ماډل څخه به یې توپیر څه وي او کومې نوې ځانګړنې ولري.که تاسو هم د آیفون مینه وال یئ، ممکن خوښ نه شئ. ځکه چې دا نوی ماډل آیفون له مخکینيو څخه ډېر لږ توپیرونه لري.

یو ستر توپیر یې د موبایل په چارج ساتلو کې دی. اټکل کېږي، چې دا نوی ماډل ايفون به د تېرو په پرتله دوه نیم ساعته ډېر چارج وکړي. هغوی چې تل په موبایل کې بوخت وي؛ حتما به یې دا ځانګړنه خوښه شوې وي.همدارنګه اپل کمپنۍ د کیمرې په برخه کې هم یو شمېر ځانګړتياوې اضافه کړي دي.

دا چاره به هغو خلکو ته چې له کیمرې سره علاقه لري یو ښه خبر وي. یوه ځانګړنه دا ده، چې د ویډيو ثبتولو پر مهال که په کیمره کې کوم نوی کس را څرګندېږي نو په خپلواکه توګه د کیمرې تمرکز (فوکز) هماغه کس ته اوړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button