لوبې خبرونه

ای پي ایل: نن کلکته له راجستان سره لوبه کوي

په ای پي ایل یا د هند سوداګریزو لوبو کې نن کلکته له راجستان سره لوبېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن د یاد لیګ په ۳۱مه لوبه کې کلکته نایټ‌رایډرز له راجستان رویالز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۶:۳۰ «سه‌شنبه، اپرېل ۱۶مه» د هند د کلکتې په «اېډن ګارډن کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

دواړه لوبډلې د یادو سیالیو د جدول په لومړي او دویم ځای کې شتون لري. راجستان رویالز لوبډله چې د جدول په سر کې ځای لري، له کړیو شپږو سیالیو، پنځه ګټلي او یوه لوبه یې بایللې ده.

د راجستان او کلکتې لوبډلو پرتله

یاده لوبډله دا مهال لس امتیازونه لري. بل‌خوا کلکته نایټ‌رایډرز لوبډله له راجستان ښکته د جدول دویم ځای خپل کړی دی. کلکتې بیا له کړیو پنځو سیالیو څلور ګټلي، یوه یې بایللې او اته امتیازونه لري.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو شل اووره لوبه کې کلکتې درې ځلې، راجستان رویالز ته ماته ورکړې. راجستان هم دوه ځلې کلکته ماته کړې.

نور ولولئ: د لوبې پر مهال د راشد خان حرکات او د هغه راښکونکې ننداره

نور ولولئ: راشد خان ای پي ایل کې د ډېرو ویکټو اخیستو ریګارډ خپل کړ

دواړه لوبډلې په خپلو کړیو سیالیو کې پیاوړې راښکاره شوي او د ښې توپ‌اچوونې ترڅنګ، د توپ‌وهنې برخه کې هم پیاوړي لوبغاړي لري.

109329938

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمن‌الله ګربز او الله‌محمد غضنفر هم له کلکته نایټ‌رایډرز لوبډلې سره لوبېږي چې تراوسه روان لیګ کې ورته د لوبېدو چانس نه‌دی ورکړل شوی.

له یادې لوبډلې سره د الله محمد غضنفر یو ځای کېدل

الله‌محمد غضنفر د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د بل لوبغاړي مجیب‌الرحمن پر ځای دې لوبډلې سره یوځای شوی دی. مجیب‌ د ټپونو له امله له روان لیګ بهر شوی.

د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې چې د ډېرو منډو د ریکارډ لوبه هم وه، سنرایزرز حیدراباد لوبډلې رویال چلنجرز بنګلور ته په ۲۵ منډو ماته ورکړه.

حیدراباد لوبډلې دې لوبه کې د ۲۸۸ منډو هدف ټاکلی و چې بنګلور لوبډلې بیا یوازې ۲۶۲ منډې وکړې.

پر دې سربېره، دا ځل په ای پي ایل بازیو کې زیات افغان لوبغاړي اخېستل شوي او په هره لوبه کې یې د پام وړ رول لوبولی دی، چې د کرکټ مینه والو پام یې ځان ته ور اړولی دی.

د یوې سروې له مخې زیاتره افغانان چې په خوا یې د ای پي ایل بازیو سره علاقه نه لرله، په دغه لیګ کې د افغان لوبغاړو په لوبېدو سره اوس د ای پي ایل لوبې ګوري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button