نړیوال خبرونه

باجوه: د سیمې امنیت ټينګښت لپاره افغانستان کې سوله مهمه ده

د ګاونډي هېواد پاکستان د‌ پوځ لوی درستیز جنرال «قمر جاوید باجوه» ویلی افغانستان ته د سولې را ګرځېدل د پاکستان پخوانۍ هیله ده او هلته د سولې نشتون د سیمې د وړاندې تګ مخه ډب کوي.

ښاغلی قمر جاوید باجوه چې د پاکستاني پوځ‌ په قومندانۍ «جي ایچ کیو» کې یې له افغانستانه د ژورنالستانو له ورغلي ټیم سره خبرې کولې وویل، چې په افغانستان کې د سولې تامینېدل د پاکستان یوازینۍ غوښتنه ده او اسلام اباد باور لري چې د هیواد سوله یې په افغانستان کې د سولې له شتون سره تړلې ده.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سولې د نشتون په صورت کې سیمه هیڅ‌ ډول پرمختګ نشي کولای او نه هم سیمه ییز اتصال رامنځته کېدای شي. باجوه ددې تر څنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو په بیا رغونه کې د رسنیو رول مهم بللی

20210801 082245

او دا یې د رسنیو مسئولیت بللی چې د سولې مخالفین رسوا کړي‌ او مخه یې ونیسي.ښاغلی باجوه داسې مهال په افغانستان کې د سولې په تامینېدو ټینګار لري، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده

او همداراز ورسره جوخت د هیواد په بېلابېلو برخو کې جګړه تر بل هر وخت زیاته شوې.طالبان توانېدلي چې په تېرو دوو میاشتو کې د هیواد ډېری ولسوالیو ولکه ټینګه کړي او مهم سوداګریز بندرونه ونیسي.خ حکومت بیا وايي چې زمونږ عملیاتونه کامیاب روان دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button