نړیوال خبرونه

بانک جهاني: افغانستان به اقتصادي کړکېچ سره مخ شي

کورونا ویروس ګڼو هېوادونو کې کرنټین لګېدلی دی او خلک تر نامعلومو نېټو پورې په کورونو کې کېنول شوي دي کرونا و یروس د هرات په شمول د هۍواد یو شمېر نور ولایاتو ته هم رسيدلۍ او۳۰۰ نه یی ډۍر خلک نیولي دي .که څه هم دا ویروس د انسانانو ته د زیان سره سره د ژوند په نورو اړخونو هم اغېز کړۍ او په ټوله کې بیا د افغانستان یی ډۍر اسر کړۍ نړیوال بانک راپور ورکوي، چې افغانستان د اتو اسيايي هېوادونو په فهرست کې شامل دی، چې د کورونا ویروس له کبله به له شدید مالي او اقتصادي کړکېچ سره مخ شي.

د نړېوال بانک د راپور پر اساس، افغانستان، بنګلادېش، بوتان، هند، مالدیو، نیپال، پاکستان او سریلانکا هغه هېوادونه دي، چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې تر ټولو بد حالات تېر کړي دي او اوس دغه هېوادونه له شدید اقتصادي رکود سره مخ شي. د دغه بانک وړاندوینې ښيي چې سږ کال به د افغانستان اقتصاد د کورونا ویروس د کړکېچ له کبله له صفر سره ضرب شي او ډېری کلیوال خلک به یې د بېوزلۍ تر کرښې ژوند وکړي.

د نړیوال بانک د راپور پر اساس، په روان کال کې به د افغانستان اقتصاد ۵.۶ منفي کچې ته راټیټ شي، چې د تېر کال پر نسبت به سږ کال دغه شمېر ۶ سلنه کم وي.

د نړیوال بانک مرستیال هارټویګ شفر د سويلي اسیا په اړه وايي: ((دغه هېوادونه باید زیاتې هڅې وکړي تر څو پیسې مصرف کړي او د غریبو خلکو ساتنه وکړي، دغه راز کورونا ویروس د یادو هېوادونو اقتصاد ته زیانونه رسولی دی، په ځانګړې توګه افغانستان به له شدید اقتصادي کړکېچ سره مخ شي.))

په همدې حال کې دغه بانک وویل، چې یاد بانک له دغو زیانمنو هېوادونو سره د مرستې لپاره ۱۶۰ میلیونه ډالر په پام کې نیولي دي.

خو د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسلکي مرستیال عبدالحسیب موحد د نړیوال بانک خپاره شوي معلومات د افغانستان په هکله سم نه ګڼي او ردوي یې.

موحد ټینګار درلود چې د افغانستان د اقتصادي رشد تر ټولو مهمه وجه کرونده ده، چې سږ کال د بارانونو زیات ورښت ته په کتو به د هېواد اقتصادي پرمختګ مثبت وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د مالیې وزارت ويلي وو، چې د کورونا ویروس له کبله د افغانستان په عوایدو کې ۱۵ سلنه کموالی راغلی دی او که یاد وضعیت همدا ډول دوام ومومي، نو د هېواد عواید به نور هم کم شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button