نړیوال خبرونه

برېښنا شرکت: ۶۰ سلنه عواید مو کم شوي

بريشنا شرکت چې د افغانستان د خلکو لپاره د برق د تنظیمولو اداره ده  دغه اداره یعني برېښنا شرکت وايي، په وروستیو وختونو کې ډېری دولتي ادارو د برېښنا د لګښتونو پیسې نه دي پرې کړي، چې له کبله یې د برېښنا شرکت ۶۰ سلنه عواید کم شوي دي. د برېښنا شرکت عمومي رييس امان الله غالب وايي، د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته ډېری دولتي ادارو د خپلو لګښتونو پسې نه دي تحویل کړي، ځکه خو د دغه شرکت ۶۰ سلنه عواید له لاسه ورکړي دي.

هغه اندېښنه څرګندوي که چېرته د کورونا ویروس په یوه کړکېچ بدل شي، نو د برېښنا شرکت عواید به نور هم راټيټ شي. نوموړي دغه راز له حکومت نه د پنځوس میلیونه ډالرو د پور غوښتنه کړې ده، تر څو د برېښنا شرکت ستونزې پرې حل کړي.

امان الله رييس وايي، د افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا وارداتي ده او دوی هر کال ګاونډيو هېوادونو ته د برېښنا په بدل کې ۲۸۰ میلیونه ډالر ورکوي. ښاغلی رييس زیاتوي، چې ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي، زورواکي، پارکونه او بېلابېلې ادارې د برېښنا شرکت ته د لګښتونو پیسې نه ورکوي.

د برېښنا ریاست د رييس له څرګندونو وروسته، د نړیوال بانک په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې سږ کال به افغانستان د کورونا ویروس له کبله له شدید اقتصادي کړکېچ سره مخ شي.

د نړیوال بانک مرستیال ويلي دي، افغانستان د اتو هغو اسیايي هېوادونو په ډله کې دی، چې د کورونا ویروس له کبله به تر ټولو زیاتو زیانونو سره مخ شي او ګڼ کلیوال خلک به یې د فقر او بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند ولري.

خو ولسمشر محمد اشرف غني بیا وايي، حکومت د کورونا ویروس د کړکېچ د مدیریت وړتیا لري او تراوسه یې له ځانه د کړکېچ په مدیریت کې قاطعیت او له فرصتونو استفاده څرګنده کړې ده.

د ولسمشر غني په وینا، حکومت د کړکېچ د مدیریت لپاره د کارونو چټکتیا ته اړتیا لري او په دې برخه کې به لازم ګامونه پورته کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button