نړیوال خبرونه

بلاول بوټو د اندونیزیا په غونډه کې افغانستان کې د ښځو پر زده کړو ټينګار

په افغانستان کې د نجونو له زده کړو د ملاتړ لپاره دوه ورځنۍ نړۍواله غونډه د اندونیزیا او قطر په کوربتوب د څه باندې دېرشو هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوه. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې په افغانستان کې نجونو ته د زده کړو د زمینې د برابرېدو پر اهمیت ټینګار وکړ. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري وویل:«د پاکستان اساسي قانون د نجونو د زده کړو حق په رسمیت پېژني او زده کړې د هر پاکستاني حق ګڼي. همداراز پاکستان د افغان ولس د سوکالۍ لپاره له هر ډول هڅو ملاتړ کوي.

بلاول بوټو

بلاول بوټو همداراز افغان نجونو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې په تړاو هم څرګندونې وکړې

ښاغلي زرداري څرګنده کړه.موږ اعلان کوو چې، افغان زده کړیالانو ته د علامه اقبال لاهوري ۴۵۰۰ بشپړې ملاتړیزې بورسیې ورکوو. په دې کې به ۱۵۰۰ بورسونه د افغان ښځو لپاره وي. له دې سره سم، یونېسف هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې، دغه بنسټ به په ۲۰۲۳ کال کې زده کړو ته لاسرسی لاپسې پراخ کړي او په ترڅ کې به یې ۶۰۰ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

نور یی ولوله | متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

نور یی ولوله | افغانستان کې د ژمي د چکر لپاره تر ټولو غوره کوم ځای دی؟

دیني عالم اسلام الله مسلم

دیني عالم اسلام الله مسلم وویل:«اسلامي امارت باید پر ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو هر ډول بندیز لرې

کړي چې په هېواد کې نرینه وو او ښځينه وو ته د زده کړو زمینه برابره شي. د ښځو د حقونو فعاله ثریا پیکان هم وايي:«د افغانستان ښځې دي چې له لومړني بشري او اسلامي حقه محرومې دي دا حق عبارت دی، د درس، تعلیم، کار او سیاسي حقوقو نه یې. 

بلخوا اسلامي امارت بیا په دې تړاو بل لیدلوری لري. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«زموږ د هېواد ټول مسایل د اسلامي چوکاټ په اصولو کې مخته وړل کېږي او تامین کېږي او بیا هم هڅې دوام لري که چېرې نمیګړتیا شتون ولري هغې ته به رسېدنه وشي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button