اقتصاد او سوداګرينړیوال خبرونه

بلخ کې روان کال د تازه مېوو حاصلات ٣٠ فيصده لوړشوي

افغانستان د تازه میوو د تولیداتو مرکز دۍ. او هر کال نورو هیوادو ته تازه میوه استول کيږي که څه هم سږکال په بلخ کې بادونه، ږلۍ او بارونونو مېوو ته زيان رسولى دى، خو بيا هم په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله سږکال د تازه مېوو حاصلات ٣٠ سلنه اوچت شوي دي.

ددغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رييس وايي، چې سږکال د تېر کال په پرتله د مېوو په حاصلاتو کې ٣٠ سلنه ډېروالى راغلى دى.او تازه مېوې به ۳۰ فيصده ډېرې تولید شوي دي.د زراعت متخصیصین وايي چې دغه ولایت کې سږکال د میوې ډېروالي لامل دا کيدایشي چې ځمکې ډېرې کرل شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ رييس محمد سالم ساعي وايي، که څه هم بادونو، ږلۍ او بارانونو مېوو او ونو ته زيان اړولى، خو بيا هم د مېوو حاصلات د تېر کال په پرتله ٣٠ سلنه ډېر شوي.نوموړۍ وايي چې د دغه ولایت دیهکانان هم ډېرمسلکي دي او دويي کولۍ شي چې څنګه د میوو حاصلات زیات شي.دا هم باید یاده کړو دغه خلک د مسلکیتوب نه علاوه ډطر خواري کښ هم دي.

هغه زياتوي، دا مهال په بلخ کې پر ٣٠ زره هکټاره ځمکه بڼونه لري، چې راز راز پالل شوې مېوې ترې راټولېږي. هغه زياتوي چې کورونا ويروس بڼوالۍ ته هم زيان رسولى او حکومت نه شي کولى مېوې نورو هېوادونو ته صادرې کړي.

د بلخ بڼوال بيا د سړو خونو او مارکيټ نشتوالى د خپلو محصولاتو لپاره لويه ستونزه ګڼي او وايي چې په بلخ کې د کرنې اوبه لږې دي، خو د مارکيټ او سړو خونو د نشتوالي له کبله خپل حاصلات په ارزانه بيه بازار کې خرڅوي.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ رياست بيا وايي، چې په بلخ کې د مڼو د ساتنې لپاره شل سړې خونې لري او ټاکل شوې ده چې په نورو سيمو کې هم د سړو خونو پر جوړولو کارونه پيل شي.تر څو حاصلات نورهم زیات شي او افغانستان صادراتو کې زیاتوالۍ راشي.د دې سره به د ملک اقتصاد ته نوره فایده هم وشي.

د ا هم باید یاده کړو چې د کرنې او مالیه وزارت ته پکاردي چې دغه سکتوز کې ولایاتو او مرکز لپاره ډیره بودیجه تخصیص کړی تر څو په یاد سکتور باندې ډېر کار وشي او د تازه مېوې په تولید ډیره پانګونه وشي او هیواد تازه مېوه ډېره صادر کړي.

افغانستان د تجارت او صادراتو ډیره برخه له تازه مېوې او سبزي نه ده او ګاونډیو هیوادونو ته ډیره صادرات د تازه مېوو نه کيږي که مونږ اوګورو پاکستان او هند ډیره تازه میوه د افغانستان نه غواړي د دغه ملکونو خلک د افغانستان تازه مېوه ډېره خوخوي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button