نړیوال خبرونه

بلینکن:د افغانستان موضوع باید د سیاسي لارې حل شي

بلینکن:د افغانستان موضوع باید د سیاسي لارې حل شي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی انتوني بلینکن وایي د افغانستان شخړه نظامي حل نه لري، نو ځکه باید د سیاسي جوړجاړي لپاره کوششونه وشي او افغانان په خپلو منځو کې یوه هوکړې وکړي.

اینتوني بلینکن د امریکا له تلویزوني شبکې سي اېن اېن سره په خپله تازه انټرویو کې ویلي هر څوک پوهېږي، چې د افغانستان شخړه نظامي حل نه لري، نو هلته باید یو سیاسي جوړجاړی  وشي، داسې سیاسي جوړجاړی چې د افغانانو تر منځ په تفاهم رامنځته شي او روان بحران نور پای ومومي.ترڅو افغانان په سوله کې ژوند وکړي او عام وګړي د ویرې له ژومد نه راوزي.

هغه وړاندې زیاته کړې، چې له طالبانو او حکومت سره په خبرو بوخت دی او ټول تمرکز یې په ډيپلوماټیکي کوششونو دی، تر څو حکومت، طالبان، سیمه ییز  مملکتونه او هغه هیوادونه چې ګټې یې په افغانستان کې نغښتي دي؛ د ترکیې په کنفرانس کې ګډون ته وهڅوي.د بلینکن له قوله، ملګري ملتونه په دې ناسته کې حیاتي او دایمي رول لوبوي

د جوړجاړي رامنځته کېدو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیلې داسې وخت دي، چې د طالبانو او حکومت تر څنګ د افغانستان ځیني ګاونډیان او د منځنۍ اسیا یو شمېر هیوادونه د افغان سولې په ړه د ترکیې په ناسته کې  د ګډون لپاره چمتووالی نیسي.یاده غونډه چې ښایي د راتلونکې میلادي میاشتې اپریل په دوران کې  د ملګرو ملتونو په وړاندیزد ترکیې په استانبول کې جوړه شي،

img 20210329 101852

ویل کیږي دغه غونډه د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې یادېږي.بل خوا ته د امریکا له لوري د پوځي حضور د دوام او یا هم د عسکرو د ایستلو په تړاو د امریکا مبهم دریځ د سولې پروسه ټکنۍ کړې ده.د امریکا جمهور ریس وايي، د قطر له توافقنامې سره سم د می میاشتې تر پیلېدو د ټولو امریکایي  عسکرو ایستل د تخنیکي ستونزو له امله ستونزمن بریښي خو امریکا به تر ډېره په افغانستان کې وخت تیر نکړی او دا هیواد به پرېږدي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button