لوبې خبرونه

بنګله دېش له تاریخي بریا وړاندې قوي ګوزار وخوړ

د نیوزیلېنډ پر وړاندې میلمه بنګله دېش لوبډله تاریخي بریا ته ډېره نږدې شوې، خو ښایي دا بریا په آسانۍ لاسته را نه وړي، ځکه بنګله دېش لوبډله له زیان سره مخ شوه.

د معلوماتو له مخې، د بنګله دېش لومړی توپ وهونکی محمود الحسن د تمریناتو پرمهال ټپي شوی، هغه به د نیوزیلېنډ پر وړاندې له روانې او د لوبلړۍ له پاتې لوبې هم بهر وي.

نور یی ولوله | د چین یو ښار ډیر شمېر اوسېدونکي په نیمه شپه قرنطین شوي

د بنګله دېش کرکټ بورډ ډاکټر ویلي، محمود الحسن د ډګر ساتنې پرمهال د ښي لاس د دریمې او څلورمې ګوتې درمنځ ټپي شوی ده، هغه به له اوو تر لس ورځو پورې د څارنې لاندې وي او په دې موده کې به اړین درمل برابر شي.

د ویلو ده چې محمود الحسن د بې اوول لوبغالي کې په روانه ټیسټ لوبه کې د خپل ټیسټ کیریر لومړۍ نیمه سلیزه ووهله او د ۴۵۸ منډو په جوړولو کې یې مهمه ونډه واخیسته او نیوزیلېنډ پر وړاندې ۱۳۰ منډې مخکېوالی ترلاسه کړه.

نیوزیلېنډ ورته په ځواب کې د پنځه ویکټو په زیان ۱۴۷ منډې جوړې کړي، یعنې ۱۷ منډې لري، سبا د لوبې وروستۍ ورځ ده او بنګله دېش به د دې تاریخي خپلولو لپاره ډېره هڅه کوي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button