نړیوال خبرونه

تاؤ تريخوالي کمول اوربند او پايدارې سولې ته د رسېدو ګام دئ ولسمشرغني

د هېواد ولسمشر اشرف غني ويلي “دا چې طالبانو د تاؤ تریخوالي په پام وړ کموالي موافقه وکړه دا هم اور بند او پايدارې سولې ته د رسېدو دپاره مهم ګام دی”.

په افغانستان کې د سولې د خبرو د موافقنامې په موخه د تاؤ تريخوالي کمولو اوونۍ نن د خالي، شنبې د ورځې څخه پېل شوه.

“اشرف غني ويليد طالبانو لخوا د تاؤ تريخوالي د کمولو په اوونۍ کې بايد په احتیاط پاتې شو او ځواکونه په جدي توګه د وضعيت څارنه کوي”.

نوموړي ويلي په دغه لړ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه شوې ده.

غني زياته کړې “د ميونخ د غونډې نه بيرته په راتګ يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د مشرانو د مشرانو د جرګې غړو او نورو سره وليده او د سولې په اړه مې ورسره خبرې وکړې”.

د نوموړي سره پرون د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم ليدلي دي.

ارګ ویلي، “په دغه کتنه کې دواړو لوریو د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي پر جزئیاتو او د تاوتریخوالي کموالي اونۍ د مدیریت په اړه بحث او خبرې وکړې. “

بل لور ته طالبانو هم د تاؤ تریخوالي د کمولو د اوونۍ په اړه ويلي چې په دې اووه ورځو کې به د دوی جنګيالي دفاع ته اماده وي او مخالفه ساحو ته به نه ځي.

طالب وياند ذبيح الله ويلي چې د اووه ورځو وروسته په اتمه ورځ چې موافقت نامه لاسليک کيږي د هغې وروسته به بيا نوې لارښوونه کيږي.

ملګرو ملتونو او پاکستان هم د تاؤ تریخوالي د اوونۍ هرکلی کړی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button