نړیوال خبرونه

ترکیه: د کابل هوایي‌ میدان د حفاظت لپاره افغانستان ته اضافي فوځیان نه استوو

ترکیه: د کابل هوایي‌ میدان د حفاظت لپاره افغانستان ته اضافي فوځیان نه استوو. داسې وخت چې د امریکا او ناټو په وړاندیز ترکیې د کابل هوايي‌ میدان حفاظت او په افغانستان کې د عسکري حضور دوام ته چمتووالی ښودلی.

ترکیې هیواد دفاع وزیر وايي، افغانستان کې شته ترکي عسکر به د کابل هوايي ډګر ساتنه کوي‌ او نور عسکر نه ورلېږل کېږي.د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار» وایي، چې پنځه سوه ترکي عسکر د ناټو قاطع ماموریت تر چتر لاندې په کابل هوايي‌ ډګر کې دیره دي چې ښایي حضور یې دوام ومومي، خو انقره پلان نه لري، چې نور عسکر هم د هوایي ډګر د خوندیتوب لپاره ولېږي.

د برتانیه فوځ مصرف په اړه

هغه افغانستان ته د تازه دمو عسکرو لېږل له خیاله لیري وبلل.انقره داسې وخت د کابل هوایي‌ ډګر د امنیت خوندي کولو ته اوږه ورکوي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر راتلونکې سپتمبر میاشتې ښایي بشپړه شي.

د ترکیې ولسمشر د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو په ناسته کې د امریکا له ولسمشر جوبايډن سره هم په همدې موضوع خبرې کړې وې او له هغه یې غوښتي و، چې د هوایي‌ ډګر د امنیت په خوندي کولو کې د ترکیې مالي‌ او لوژستیکي مرسته وکړی.

ورته مهال طالبانو بیا ګواښ کړی، چې که ترکیه خپل عسکر په افغانستان کې پرېږدي، نو دوی به یې په وړاندې ودرېږي او د نورو اشغالګرو عسکرو‌ په څېر چلند به ورسره وکړي.ځکه د دوی په خبره مونږ دا اګریمنټ کړی چې باید ټول عسکر له افغانستان څخه اوځي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button