نړیوال خبرونه

ترکیه: زمونږ سفارت لا هم کابل کې فعالیت کوي

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دوی په کابل کې خپل سفارت نه تړي، بلکې د پخوا په څېر به خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو ويلي، په افغانستان کې د وروستيو بدلونونو ارزونه کوي او له ټولو خواوو سره په اړيکه کې دي.ښاغلي اوغلو وايي، دوی په افغانستان کې له خپلو ډيپلوماټانو او نورو ترکي اتباعو سره په اړيکه کې دي، کوم ترکان، چې له افغانستانه راځي، د هغوی لپاره د هوايي کرښو او الوتنو معلومات ورکول کيږي

turkish f m

او همداراز کوم چې هلته پاتې کيږي، د هغوی لپاره لازمې لارښوونې او تدابير په نظر کې نيول شوي دي.نوموړي زياته کړې، چې په کابل کې به د ترکيې سفارت د پخوا په څېر پرانيستی وي او هلته د ترکي ډيپلوماټانو د امنيت ساتلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د ښاغلي اوغلو په وينا دوی د ترکي ډيپلوماټانو او عامو اتباعو د امنيت په اړه له ځايي مسؤولينو سره په اړيکه کې دي او دوی په دې اړه ډاډه دي.د ترکيې د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو ځواکونه په فاتحانه ډول کابل ته ننوتل

او همداراز د ولسمشرۍ ماڼۍ سربېره د ټول ښار امنيت يې په خپل کنټرول کې اخيستی او ټولو هېوادوالو ته يې د بشپړ ډاډ او امنيت سينه ډبولې او دا ټولې فتحې يې د الله تعالی خاص نصرت بللی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button