نړیوال خبرونه

تورخم ښاروال:هیڅ چا ته په تورخم کې د قرنطین نه بغیرد راتګ اجازه نه ورکوو.

په دې وروستیو کې د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ناروغي مخ په زیاتېدو ده او څه د پاسه ۳۰۰ کسان په دغه ناروغۍ اختع شوي. أه دې لړ کې د ننګزهار والي کړنې د ستایلو وړ دي هغه امر کړۍ چې تورخم نه چې څږک هم راوړي باید د ۱۴ ورڅولپاره باید قرنطین کيږی. د تورخم ښاروال وايي، که چېرته په تورخم راستنېدونکو خلکو کې ولسمشر هم وي، نو دوى به يې تورخم ښارګوټي کې کرنټين کړ.

د تورخم لار نن په پاکستان کې د بند پاتې افغانانو د بېرته راستنېدو لپاره خلاصه شوې ده او دا لاره به د درې ورځو لپاره خلاصه وي، تر څو په پاکستان کې بند افغانان بېرته هېواد ته راستانه شي.

دغه لاره چې د درې ورځو لپاره خلاصه شوې ده، هره ورځ به زر افغانان هېواد ته پرې راواوړي او د دغه خلکو لپاره په تورخم ښارګوټي کې د کرنټين ځاى جوړ شوى دى، چې دغه ټول کسان به له ١٤ څخه تر ٢٠ ورځو پورې په ياد ځاى کې کرنټين وي.

د تورخم ښاروال انجنير راحت ګل زيارمل له ازادي راډيو سره په خپله مرکه کې ويلي دي، چې د ټولو راستنېدونکو کسانو لپاره يې په تورخم ښارګوټي کې د کرنټين کمپ جوړ کړى دى او ټول هغه کسان چې هېواد ته راستانه کېږي، په دغه ځاى کې به کرنټين شي.

ښاغلى زيارمل همدا راز وايي، که د تورخم په راستنېدونکو کسانو کې ولسمشر هم وي، په دې کمپ کې به کرنټين شي.

د يادولو ده چې تېره ورځ د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په خپله فېسبوکپاڼه په يو پوسټ کې ويلي و، چې لوړپوړي چارواکي او وکيل صېبان ورته زنګونه وهي او ورته وايي، چې په تورخم راستنېدونکي خپلوان يې بايد کرنټين نه شي او کورونو ته دې پرېښودل شي.

هغه په خپل دغه پوسټ کې دا يادونه هم کړې وه، چې که حتماً له چا سره د خپلو خپلوانو غم وي، نو له خپل کور څخه دې ورته خېمه او سامان راوړي او دوى به ورته يو ښه او مناسب ځاى ورکړي او هلته دې له خپلو خپلوانو سره کرنټين شي، خو پرته له کرنټين به هېڅوک نه پرېښودل کېږي او بايد چې نور ورته په دې اړه څوک زنګونه ونه وهي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button