نړیوال خبرونه

جاوید امیرخېل د زابلي ماشوم په پېښه خواشینی دی

د هېواد مشهور سندرغاړی جاوید امیرخېل وایي، چې د زابلي ماشوم پېښې سخت دردولی، که ژغورل شوي وي نو شکر او که نه د لوی خدای یې د ژغورلو دعا غوښتې ده.

د ویلو ده چې کابو ۵۵ ساعته وړانډې د زابل مرکز قلات ته څېرمه د جلدک سیمه کې یو پنځه کلن ماشوم څاه لوېدلی و، چې تر اوسه یې لا هم نه دی را ایستل شوی.

جاوید امیرخیل دې پېښې ته په غبرګون وایي:((درنو وطنوالو په خاصه توګه زابلیانو وروڼو ما دا څو ورځې فیسبوک ته سر نه و ښکاره کړی، نن ماښام خبر شوم چې یو ۵ کلن زابلي ماشوم ژورې څا ته غورځیدلی دی او له مرګ سره لاس او ګریوان دی.))

نور یی ولوله | پیسته د موسمي ناروغیو ترڅنګ نورې ګټې هم لري

هغه زیاتوي:((باور وکړئ ډېر پرې ودردیدم، دا ماشوم که تر دې دمه ژغورل شوی وي خو ډېر شکر دی، که نه وي ژغورل شوی د زړه له کومې دعا کوم چې رب تعالی دې صحیح سلامت وژغوري.))

هغه له هېوادوالو ماشوم ته د دعا غوښتنه کړې او له الله تعالی یې د هغه د سلامتیا هیله کړې. د ویلو ده چې اړوند مسولین د ماشوم ژغورلو ته بېخي نږدې شوي دي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button