نړیوال خبرونه

جلال أبادکې د برښنايي توکو او وسایلو شرکتونه نوي ماشینونه او وسایل جوړوي

جلال اباد ښار کې د لمريزې برېښنا شرکتونه د دې ولايت سربېره د هېواد نورو ولايتونو ته د لمريزې برېښنا توکي او وسايل جوړوي او په وړ بيه يې ورته عرضه کوي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي؛ د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې د زيب پامير څېړنيز شرکت له لوري لمريزې برېښنا توکي او وسايل توليد شول، چې اوس د دې ولايت سربيره د هېواد نورو ولايتونو ته هم لېږل کيږي او ښه بازار لري.

د شرکت يو تن انجينر حياء الدين ملال وويل:

«له تېرو شاوخوا څلور کالونو راهيسې د لمريزې برېښنا وسايل جوړوي، چې د دې ولايت سربيره د هېواد نورو ولایتونو ته يې هم عرضه کوي.»

نوموړي وويل، چې دوی د کرنيزو توکو وچونکی ماشين، داش، لمريز نغری، اوبه تودونکی، منقل، د ځمکې اړولو لپاره بېل او نور توکي جوړ کړي دي.

بزګرانو ته اسانتیا

ملال وايي، پخوا به کرنيز توکي د څو ورځو په ترڅ کې وچيدل؛ خو اوس بزګران کولی شي، چې لمريزې برېښنا ماشین په واسطه پياز، روميان، بانجان او نور سبزيجات او ميوه جات په څو ساعاتونو کې وچ او بازار ته يې عرضه کړي.

اقتصادي وسایل

دی زياتوي، چې د دوی له لوري جوړ شوی د لمریزې برېښنا داش کې قابلي پلو، کيک او نور توکي پخيږي، اوبه تودونکي يې کولی شی، چې سل لېتره اوبه تر مثبت اتيا درجو پورې ګرمې کړي او منقل هم اقتصادي جوړ شوی، چې په کمې برېښنا ډېر کار کوي.

کم لګښته نغري

ملال وويل:

«يو بل نغری يې د لرګيو لپاره جوړ کړی، چې عادي نغري سره يې توپير په دې کې دی، چې لګښت یې ډېر کم دی او تر ډېره يې د لوګي کولو مخنيوی شوی دی.»

بزګرانو ته نوی بېل

انجينر حياء الدين ملال وويل، چې بزګرانو لپاره يې د ځمکې اړولو داسې بېل جوړ کړی، چې اته غاښونه لري او شپيته پر ديرش سانتي متره ځمکه اړوي، چې د يوې ورځې په اوږدو کې شاوخوا د يو جريب ځمکې اړولو ظرفيت لري او په غرنيو او جعبه لرونکو ځمکو کې بزګرانو سره ښه مرسته کوي

چاپیریال پاکۍ سره مرسته

د رسنیو دفتر ویلي؛ د دې شرکت يو بل کار کوونکي ديپلوم انجينر محمد داود شينواری وايي، چې د لمريزې برېښنا وسايل يې د چاپېريال پاک ساتلو او د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو رامنځته کړي دي.

نور پلانونه

د ياد شرکت رئيس انجينر ضياء الدين زيب وايي:

«دوی د لمريزو توکو جوړولو ترڅنګ برېښنايي توکي هم ترميموي او همدا راز د برېښنا او انرژۍ په برخه کې د توليد په موخه نوي پلانونه لري، چې په نږدې راتلونکې کې به يې تطبيق کړي.»

ننګرهار ولايت کې ګڼ شمېر شرکتونه شتون لري، چې په بېلابېلو برخو کې توليدات کوي او يو شمېر يې د هېواد سربيره نورو هېوادونو ته هم خپل توليدات ليږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button