نړیوال خبرونه

جلال اباد کې د وچې ډوډۍ ویش پیل شو

دجلال اباد ښار کې ۱۵۴۶۲ فامیلونو ته د وچې ډوډۍ وېشلو لړۍ د درېيمې او څلورمې ناحيو نه پيل شوه، چې په ترڅ کې به يې تر شپږو مياشتو هرې کورنۍ ته لس ډوډۍ ويشل کيږي. د جلال ابادد رسنیو دفتر وايي، د وچې ډوډۍ پروګرام د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې د پنځلس زره څلور سوه دوه شپيته کورنيو يو سل اته ديرش زره او پنځه سوه پنځه کسانو ته يې د وچې ډوډۍ د وېش برنامه پيل کړه.

هغه وويل:

«دغه برنامه اوسمهال په درېيمې او څلورمې ناحيې کې پيل شوه او ډېر ژر به په پاتې ناحيو کې هم پیل شي.» هغه زياته کړه، چې هره ورځ به شاوخوا يو سل څلور پنځوس زره شپږ سوه شل پخې ډوډۍ وويشل شي.

میاخیل وويل، چې دغه برنامه په لومړي قدم کې د يوې مياشتې لپاره ده او حالاتو ته په کتو ښايي، چې شپږ مياشتو لپاره تمديد شي. د جلال اباد ښاروال روح الامين حسن وويل، چې د ډوډۍ د وېشلو برنامه د دوو کمېټو له لوري په شفاف ډول پرمخ وړل کيږي، چې په کې ملا امامان، ګذر وکيلان، مخور او نور شامل دي.

والي زياته کړه:

«ډوډۍ اخیستونکو ته ځانګړي کارتونه او حاضري جوړه شوې، چې په شفاف ډول به هره ورځ د ډوډۍ وېش تر سره شي.»

د پخې ډوډۍ د وېش پر مهال يو شمېر اخيستونکو په خپلو خبرو کې د ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې په هڅو يې ناچاره وګړو ته په دې سختو حالاتو کې د ډوډۍ ورکړې زمينه برابره شوه.

د وچې ډودۍ ویش د افغانستان د حکومت هغه پلان دی چې د کرونا وبا له راتګ وروسته تازه پام کې نیول شوی دی. دا پروګرام لومړی کابل کې پيل شو چې وروسته نورو ښارونو ته هم وغځید. د افغانستان حکومت ویلي چې د هیواد په ټولو لویو ښارونو کې د ورته پروګرام د پيل پلان لري چې له ډلې یې ننګرهار او کندهار کې دا لړۍ پرون پیل شوه.

د افغانستان ولسمشر تیره شپه په یوه ویډیوي پيغام چې د ارګ پر فیسبوک پاڼه خپور شوی ویلي چې دا کار یې د کرونا وبا له امله د ګرځندبز په وخت کې د خلکو ستونزو ته د رسیدو په موخه کړی او لومړی کار یې له کابل پیل کړی، ځکه په وینا یې چې کابل کې اړمن خلک د نفوس پر اساس ډیر دي.

له بلې خوا ددې پروګرام له پيل سره سم یو شمیر خلکو یې هرکلی او ځینو نورو بیا نیوکې پرې وکړې. موافق خلک وايي، دا له دې امله غوره پروګرام دی چې څوک نه شي کولی ډوډۍ زخیره کړي، نو اسانه به وي چې حق به حقدار ته وسپارل شي.

خو یو شمیر خلک له دې امله نیوکه کوي چې ددې پروګرام ترڅنګ پر نانوایانو د رش جوړیدو په ترڅ کې د کرونا د لیږد امکان ډیریږي، خو بیرته خلک ټینګار کوي چې باید کسان نظم او نوبت مراعت کړي او پر هماغه اساس سره مخته لاړ شي، څو رش جوړ نه شي.

یوه بله نیوکه دا هم ده چې ملکان او ګذران چې دې پروګرام کې دخیل وي، هڅه به کوي چې د مستحقو پرځای خپل نیږدې کسان ور ننباسي او د اصلي اړ خلکو مخه ونیسي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button