نړیوال خبرونه

جمهور ریس غني د مالیې وزارت دګمرکاتو معینیت ۵۹ کارکوونکي له دندو لرې کړي دي

جمهور ریس غني د مالیې وزارت دګمرکاتو معینیت ۵۹ کارکوونکي له دندو لرې کړي دی د ولسمشری ماڼړی څخه معتبرو سرچینو چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي ځينو رسنیو ته وويل چې ولسمشر اشرف غني د مالیې وزرات ۵۹ کار کوونکي له دندو لرې کړي دي.

دغه وزرات د افغانستان ترټولو مهم وزرات دی چې ددولت عوايد راټولوي،مالیې وزرات په اوس وخت کې د حساسو مسايلو زچه دی، پرون ددې وزرات سرپرست وزير هم ولسي جرګې ته تللی و او هلته یې د وکيلانو څخه د باور د رایې د ترلاسه کولو لپاره خپل پروګرامونه تشریح کړل.د مالیې وزرات د وضعیت په هکله ډېر لرې تګ ته اړتيا نشته، څو ورځې وړاندې ددې وزرات د عايدو په هکله په یوه راپور کې راغلي و چې ۴۱ سلنه یې حيف وميل کېږي، د مالیې وزرات د عوایدو اتکا تر ډېره په بندرونو ده، خو دا بندرونه چې افغانستان ته ورباندې روزانه ډول ډول توکي راوارېدېږي او یا هم صادرېږي د افغانستان د فساد زړه دی،

د عوایدو او ګمرکاتومعینیت کې پر ځای چې راټولې شوې پيسې د افغانستان خزانې يانې مرکزي بانک ته ولاړې شي د ګمرکونو د چارواکو جيبونو ته ځي. او دويي ورباندې نورو ملکونو کې مزې کوي او خپل اولادونه ېې بهر وي تر څو هلته د فغانستان د عوامو پیسو باندې ورباندې تعلیمونهوکړي

ګمرکونو کې ډیری مقرر شوي کسان داسې کسان دي چې سفارش یې يا کوم وکيل کړی دی، يا کوم بل د زر او زور څښتن، په دوی کې خالص او پاک نفسه کسان پيدا کول واقعاً ستونزمن کار دی او نه دوی پخپل منځ کې پاک نفسه څوک پرېږدي، په هېواد کې ددې ډول ناوړه مقرریو له لاسه نه يوازې چې سرچينې او مالي امکانات له لاسه وزي بلکې ددې هېواد هغه وګړي چې استعداد لري، ددې اهل دي چې په داسې ځايونو کې کار وکړي

هغه چې اهل دي بېکاره پاتې کېږي او ددې هېواد د راتلونکې څخه ورځ تر بلې نا هيلي کېږي.یاد مامورین چې لرې شوي دي په ماليې وزرات يو بوج بلل کېدل او زيان يې تر ګټې ډېر و، د مالیې وزارت په پوستونو کې ډېری د زورواکو او وکیلانو کسان هڅه کوي ځان ځای په ځای کړي ترڅو‌ د يوې خوا لوړو معاشونو ته لاسرسی ولري او د بلې خوا د پراخ فساد په پايله کې خپل جيبونه ډک کري، د مالیې د وزرات موجود فساد‌ هم د همدا ډول کسانو له لاسه دی، په دې وزرات کې یو مامور چې معمولي بست کې به کار کوي د بل وزرات تر یوه اعلی بست کار کوونکي به زيات عايد او ارګاه بارګاه لري.

د ماليې وزرات څخه په‌ دې تعداد کسان په داسې حال کې د دندو څخه شړل کېږي چې د افغانستان د ماليې سرپرست وزير عبدالهادي ارغنديوال د ولسي جرګې د وکيلانو د تاييد د چړې لاندې تېرېږي، نن چې ارغنديوال په ولسی جرګه کې خپلې برنامې تشريح کولې نو تمرکز کې یې په همدې فساد و، ده پخپلو خبرو کې وويل چې که وکيلان ورته رايه ورکړي نو د مالیې په وزارت کې به د فساد‌ پر ضد مبارزې ته قوت ورکړي او د افغانستان کلني عايد به تر ۴۰۰ ميليارده افغانيو پورې ورسوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button