نړیوال خبرونه

جمهور ریس غني په لومړي ځل د موقت حکومت ملاتړ کړی

جمهور ریس غني په لومړي ځل د موقت حکومت ملاتړ کړی.که څه هم جمهور ریس اشرف غني وار وار د موقت حکومت له رامنځته کېدو سره مخالفت کړی او حتی د سولې له قیمت سره یې هم نه دی برابر کړی، خو اوس یې تازه د موقت حکومت ملاتړ کړې دي. 

جمهور ریس غني د افغان سولې بهیر ته له یوې نوې زاویې کتلي او په تازه څرګندونو کې یې په لومړي ځل په هېواد کې د لنډمهالي حکومت د ټینګښت ملاتړ کړی دی.ولسمشر غني دا څرګندونې نن د مې په ۴مه فارین افېرس ته د افغانستان خطر او فرصت شېبې په نامه په خپله یوه مقاله کې کړې او د افغان سولې د بهیر په اړه یې معلومات او ځینې وضاحتونه ورکړي.

ښاغلي غني په دې مقاله کې سولې ته د رسېدو لپاره طالبانو او نړیوالو ته یو شمېر وړاندیزونه کړي او سولې ته د رسېدو لپاره یې خپل دریځ لا پسې روښانه کړی دی.ولسمشر ویلي، د سولې مذاکرات یو بې طرفه منځګړي ته اړتیا لري چې تر ټولو غوره درېیم ګړی به ملګري ملتونه وي، څو بې طرفانه پرېکړه وکړي.

نوموړي همدا راز ویلي، چې د سولې خبرو پایلې ورکولو لپاره باید لومړی اوربند وشي او د اوربند د نه ماتولو لپاره باید نړیوال نظارت موجود وي.غني دغه راز د انتقالي دولت په اړه هم لیکلي، چې له اوربند وروسته به دواړه لوري د موقتي حکومت اړه پرېکړې ونیسي،

20210504 163825

خو د سولې دغه اداره به په هغه صورت کې جوړېږي چې د جمهوریت جوړښت په خپل ځای پاتې شي.هغه زیاته کړې ده چې د سولې اداره به د لنډ وخت لپاره او د تر ټاکنو او نوي زعیم تر ټاکلو به له منځه ځي.جمهور ریس غني ټینګار کړی چې په ټاکنو کې به ځان نه نوماندوي او که اړتیا پېښه شي له وخت وړاندې به له ریاست جمهوری استعفا ورکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button