نړیوال خبرونه

جنرال مهمند کټوازی د صدیق پتمن پر ځاۍ د خوست نوۍ والي وټاکل شو

جنرال مهمند کټوازی د صدیق پتمن پر ځاۍ د خوست نوۍ والي وټاکل شو  د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه کې نشر کړي  چې د دغې ادارې په وړاندیز او دجمهوري ریاست د حکم پر اساس تورن جنرال مهمند کټوازی د خپلې نظامي رتبې په ساتلود حوست نوی والي تعین شو.

ښاغلۍ  کټوازی چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړې وه چې ، درې کاله مخکې پر دې قوماندانۍ چې مقر یې د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې دی، د وسله‌والو طالبانو د برید په تړاو یوې پوځي محکمې د څو نورو جګپوړو افسرانو ترڅنګ په یوه کال تنفیذي بند محکوم کړی یاد برید کې شاوخوا ۱۳۵ سرتېري وژل شوي او له ۶۰ زیات ټپیان شوي وو.

هېره دې نه وي چې نوموړی د ښاغلي صدیق پتمن پرځاۍ د خوست نوۍ والي وټاکل شو ښاغلي پتمن په خپله فیسبوک پاڼه د هغه د لرې کېدو او د جنرال کټوازي په اړه لیکلي. د هغه دقیق الفاط څه داسې دي.د خوست ولایت له شریفو ولسونو څخه مننهد جلالتماب جمهور رئیس له دې لورېنې څخه یوه نړۍ مننه چې د خوست د والي په توګه یې زما اوږې له دې باره سپکې کړې، د خوست نوی والي تورن جنرال مهمند کټوازي ته د نوې دندې مبارکي وایم لکه څنګه چې په نورو دندو کې بریالی وو دلته یې هم بریالیتوب په برخه شي.مننه محمد صدیق پتمن

  1. جنرال مهمند کټوازی د صدیق پتمن پر ځاۍ د خوست نوۍ والي وټاکل شو

په دې اړه سوشل ميډیا کې خلکو لیکلي چې دا ډول ژر ژر ګمارنې د هېواد په خیر ندي او بااید دومره ژر ژر ردو بدل ونشي ځکه دې کار سره به د حکومت پر مخ بیول سخت شي او د خلکو به پر حکومت باور کم شي. په همدې لړ کې قاضي جلال لیکلي (ریشخند حکومت او ریشخند یی کارونه،لطفا د دغه هیواد په کادرونو او شخصیتونو ریشخند مه وهی ټامیانو،پتمن صاحب په کار پوهه، بااستعداده، مدیر او مدبر شخصیت دی)

همدارازیو بل وګړيشعیب حیدري لیکلي (خوست والي محمد صديق پتمن درې مياشتني ماموريت څخه وروسته له دندې ګوښه او پرځاى يې متقاعد جنرال چې د وظيفوي غفلت له امله له دندې ګوښه شوى ؤ، والي په توګه ټاکل شوى دى)نوموړي دا راز لیکلي چې ښاغلۍ کټوازۍ په جرم ککړ وو او اوس د خوست والي وټاکل شو. هغه وايي چې دا ډول ګمارنې حکومتي چارې ټکنې کوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button