جوبايډن : سر تیري افغانستان کې ساتو
جوبايډن : سر تیري افغانستان کې ساتو.د امریکا نوی منتخب شوی جمهور ریس جو بایډن تازه د افغانستان په هکله بیان ورکړی او ویلي يې دي تمرکز يې پر دې دی چې د افغانستان په هکله له سیاسي جوجاړي له لارې د موضوع حل شي.او۔د دغه پایلې په مثبت ډول افغانستان باندې اغېز ولري.
ښاغلي بایډن په خپلو اولینۍ وینا کې چې د دفاع وزارت کې يې کړې ویلي د مي په میاشت کې له افغانستانه سرتیري نه باسي خو د افغانستان د جګړې حل لپاره به د ډیپلماسۍ او سیاسي لارو کار باید واخستل شي ترڅو جګړه پای ته ورسیږي هغه ویلي د مي په میاشت کې سرتیري له افغانستانه نه باسي خو سیاسي لاره يې اولیت دی.د امریکا ولسمشر ویلي چې هرځای د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره کار کوي او نظامي لاره به يې په هرځای کې وروستی پېشنهاد وي.
جوبایډن همداراز ویلي چې د امریکا اوږدې جګړې به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ختموي او امریکايي پوځ به یوازې د امریکا د امنیت د تامین او امريکايي ګټو د خوندیتوب لپاره فعالیت کوي.جو بایډن په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې هم ویلي چې د امریکا اوږدې جګړې به ختموي او نور به امریکا يي سرتیري خپله د امریکا امنیت ساتي.
متحده ایالات د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دنده زیاته کړې او ورته يې دنده سپارلې ترڅو د سولې پروسه بریالۍ کړي، په دوحه کې د افغان سولې پيل وشوخو د څو میاشتو په تیریدلو سره د بین خپلمنځي مذاکراتو غونډې نه دي شوې او دا خبرې دریدلې دي، طالبان په سیمه ییزو سفرونو بوخت او افغان پلاوی د دې انتظار کوي چې څه وخت به خبرې پیل شي.
بلخوا بیا په یو شمېر ولایتونو کې بمي چاودنې هدفي وژنې او جګړې حد ته رسیدلې او خلک خورا اندېښمن دي او لاهم وايي کچیري د سولې خبرې نیتجه ورنکړي نو ښايي چې جګړې نورې هم شدت پيدا کړي.نژدې هره ورځ په پلازمینه کابل کې د مقناطسي ماینونو چاودنې، او په یو شمېر ولایتونو کې هدفي وژنې هغه څه دي چې پهافغانستان کې دننه او بهر يې اندېښنې را پآرولي.