نړیوال خبرونه

جي سیون نن د افغانستان په اړه غونډه رابللې

جي سیون نن د افغانستان په اړه غونډه رابللې.ټاکل شوې چې د نړۍ د پرمختللي اقتصاد لرونکیو اوو هېوادونو ډله یا جي سېون د اګست پر ۲۴ مه بیړنۍ غونډه وکړي.

د جي سون غونډه کې به د طالبانو لخوا د افغانستان تر نیولو وروسته د انخلا او د دغه هېواد په اړه د تګلارو د همکارۍ په هکله بحث وکړي. دا غونډه چې په انلاین بڼه به ترسره شي د برتانوي وزیراعظم بوریس جانسن په بلنه دایریږي.جانسن نن په یوه ټوېټ کې ویلي چې په دې غونډه کې به “د افغانستان ناورین ته زموږ ځواب همغږی کړو.” هغه زیاته کړې چې په دې غونډه کې به له خپلو ملګرو او متحدینو وغواړي چې د افغانانو تر څنګ ودریږي، له کډوالو د ملاتړ او د بشري مرستو د برابرولو لپاره ګام پورته کړي.

له هغې راهیسې چې د اګست په ۱۵ مه طالبانو کابل ونیوه، امریکا او اتحادیانو یې د کابل له حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې د خپلو وګړیو او د خطر سره مخامخو افغانانو د ویستلو لړې پيل کړې ده.په جي سېون ډله کې امریکا، کېنېډا، برتانیا، ايټلي، فرانس، جرمني، او جاپان شامل دي چې نن به یې مشران له افغانستانه د خلکو د ویستلو لړۍ او د امریکايي ولسمشر جو بایډن لخوا له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د ایستلو اخري نېټه د اګست له ۳۱ مې نه پس د ممکنه غځولو په اړه خبرې اترې کوي.

IMG 20210822 205923 723

په دې غونډه کې به د غړیو هېوادونو مشران د انساني حقونو د تحفظ او د نړیوالو اړیکو په هکله د طالبانو رویی ته په کتو سره پر هغوی دبندیزونو یا د هغوی په رسمیت پیژندلو په هکله په یوه ګډه تګلاره بحث کوی.

اخوا رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې تمه کېږي برتانيه په جي اوه سرمشریزه کې پر طالبانو باندې په هغه صورت کې چې دا ډله بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او یا له افغان خاورې ترهګرې ډلې کار واخلي د بندیزونو د لګولو وړاندیز وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button