لوبې

جیمس فالکنر: د اسټرالیا لوبډلې لپاره به د پاکستان سفر له یوې ازموینې کم نه وي

د اسټرالیا الراونډر جیمس فالکنر وايي، د اسټرالیا لوبډلې لپاره به د پاکستان سفر له یوې ازموینې کم نه وي، د پاکستان ویکټې ډېرې مختلفې دي.

د ویلو ده چې د اسټرالیا الراونډر جیمس فالکنر د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) کې د کویټې ګلیډیټرز استازیتوب کوي.

جیمس فالکنر په خپلو خبرو کې ویلي، چې پاکستان او اسټرالیا د نړۍ غوره لوبډلې دي، په پاکستان کې د کرکټ بېرته راتګ اړین دی.

هغه وويل، چې ۲۴ کاله وړاندې د اسټراليا له ١٩ کلنو لوبډلې سره پاکستان ته راغلى و او کله چې د اسټراليا له ١٩ کلنو لوبډلې سره پاکستان ته راغلى و، يواځې ۱۴ کلن و.

د یادونې وړ ده چې د اسټراليا کرکټ بورډ دوه ورځې وړاندې په رسمي ډول د پاکستان د سفر پخلی کړی دی، چې په دې سره اسټراليايي لوبډله له ۱۹۹۸ کال وروسته په لومړي ځل د پاکستان سفر کوي.

اسټراليا لوبډله به خپله لومړۍ ټيسټ لوبه د مارچ له څلورمې تر اتمې نيټې پورې په راولپنډۍ کې ترسره کړي او د سپین بال څلور سيالۍ به د لاهور پر ځاى په راولپنډۍ کې ترسره شي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button