لوبې خبرونه

حامد شینواری د کرکټ بورډ نوی اجرایه ریس وټاکل شو

حامد شینواری د کرکټ بورډ نوی اجرایه ریس وټاکل شو.د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییوي ریاست لپاره ډاکټر حامد شینواری ټاکل شوی دی،کرکټ بورډ يې په دې اړه رسمي اعلان هم وکړ.نوموړی دغې بست ته ازادو سیالیو له لارې انتخاب شوی دی.

زموږ د معلوماتو له مخې، د کرکټ بورډ اجراییوي رییس رحمت الله قریشي چې څو میاشتې وړاندې يې له خپلې دندې استعفا ورکړې، تراوسه پورې له کرکټ بورډ څخه په رسمي ډول نه وو رخصت شوی.خو نن چې ښاغلی حامد شینواری دغه بست ته رسما معریفي شو رحمت الله قریشي هم رسما له دغه پوست نه رخصت شو او د نوی اجرایه ریس په معرفت غونډه کې شرکت هم وکړ.

ښاغلی قریشي د خپلې دندې د پیلولو څخه څو میاشتې وروسته استعفا ورکړه او د ځینو سرچینو په وېنا، نوموړی په کرکټ بورډ کې یوازې سمبولیک اجراییوي رییس و او هېڅ واک نه و ورکړل شوی.اوس تازه ورزشي خبریال او د افغانستان کرکټ د میډیا څانګې پخواني مدیر ابراهیم مومند د نوي اجراییوي رییس په اړه معلومات لیکلي دي.

هغه په یو ټویټ کې لیکلي:دوکتور حامد شينوارى د کرکټ بورډ نوى اجرائيوي مشرټاکل شوى. کرکټ بورډ به يې نن رسمي اعلان وکړ. په ځاى ګمارنه خو صلاحيت سره د یادولو وړ ده چې حامد شینواری کلونه مخکې هم د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس په توګه پاتې شوی دی.

fb img 1619451083875

او څو کاله مخکې، کله چې عاطف مشعل د کرکټ بورډ عمومي رییس وټاکل شو، نو حامد شینواري ادعا وکړه، چې عاطف مشعل د هغه طرحه پټه کړې او کرکټ بورډ ته يې پرې ځان رسولی دی.نوموړي د افغانستان کرکټ بورډ لپاره خورا زیاتې هڅې کړي او هر وخت ېې افغانستان لپاره ویاړونه راوړي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button