نړیوال خبرونه

حمدالله محب: دداسې ورځ په هیله چې د غازي امان الله خان هيلې په حقیقت بدلې شي

د هېواد د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب د خپلواکۍ د ١٠١مې کليزې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړه او وۍ ویل چې یوداسې ورځ په تمه یم چې دغازي امان الله خان هيلې په حقيقت بدلې کړو.او په ځان بسیا هېواد کې ژوند وکړو،

د امنیت شورا ا له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي: د زمري ۲۸ نېټه زموږ د هیواد په زرین تاریخ کې هغه ستره ورځ ده، چې زموږ د باتورو خلکو په مېړانې، رشادت او قربانۍ سره مونږ ازادي واخیسته، له نن څخه ۱۰۱ کاله مخکې افغانان د مدبر، هوښیار او ځوان پاچا غازي امان الله خان پهمشرۍ د انګریزي ښکېلاک پر وړاندې د وطن د ازادۍ ګټلو لپاره د مبارزې میدان ته ووتل او دافغانستان د مقدسې خاورې نه د انګریزي ځواکونو په شړلو سره یې افغانستان نړیوالو ته د یو خپلواک هیواد په توګ معریفي کړ او د هیواد ویاړلی بیرغ یې د افغانستان د دنګو غرونو باندې رازوړند کړ

دغه پاڼه کې د محب له طرف نه لبکلا شوي وو:زه د دغې تاریخي او ویاړلي ورځې په مناسبت ټول افغان ولس او،په ځانګړې توګه د افغانستان قهرمانو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته، چې د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا ، حریت او خپلواکۍ  ساتنه کوي، او د آزادۍ د لارې  ټولو لارویانو ته د خپلواکۍ مبارکي وایم . د استقلال  د ګټونکو او ساتونکو یاد دي تلپاتی وي. د شهیدانو ارواح دې ښاد او جنتونه دې ځاۍ وي

نوموړي هدراز زياتوي: د هېواد ویاړلي امنیتي او دفاعي عسکرله نړېوال او سیمه ییز تروریزم خلاف د خپلو خلکو او خپل مقدس قلمرو د دفاع لپاره د ننګ او مېړانې جګړه کوي . دا د هماغو نېکونو اولادونه دي، چې یوه پیړۍ وړاندې یې یرغلګر انګریزي ځواکونه له خپلې خاورې شړلي وو او زمونږ هېواد افغانستان ېې په مېړانې سره ازاد کړۍ وو،

ښاغلي محب زياتوي: زمونږ هیله دا ده چې په افغانستان کې سرتاسري سوله وي او د یوه پرمختللي افغانستان لپاره د غازي امان الله خان هیلې په حقیقت بدلې کړو.او یو داسې هېواد ولرو چې د ټولو افغانانو ژوند پکې خوندي وي او مونږ په ځان بسیا هېواد ولرو،څکه افغانانو ډېر وخت په جنګ کې تېر کړۍ دۍ او اکثره افغانان مهاجر شوي دي نو مونږ د یو داسې افغانستان هيله مند یو چې ټول افغانان پکې باعزته ژوند ولري،

حمدالله محب: غواړم د غاري امان الله خان هيلې په حقبقت بدلې شي
حمدالله محب: غواړم د غاري امان الله خان هيلې په حقبقت بدلې شي

د یادونې وړ ده چې افغانان چې د خپلواکۍ په ارزښت او معنا پوه دي، نن د خپلواکۍ دا ١٠١مه کاليزه په هېوادنۍ مينه او ولولو سره لمانځي. دا ورځ نه يوازې دا چې ځوانان لمانځي، بلکې مشران، ماشومان او د هېواد زړورې مېرمنې هم دا ورځ په خوشحالۍ سره لمانځي. په سوشل ميډیا کې هم دويي ښه په جوش او جزبې سره پوسټونه کوي او د هېواد خبلواکۍ د لمانځلو نه خوند اخلي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button