نړیوال خبرونه

حکمتیار:دولت دې زمونږ خلک په فوځ کې واخلي

حکمتیار:دولت دې زمونږ خلک په فوځ کې واخلي.د حزب اسلامي‌ ګوند ریس ګلبدین حکمتیار وایي، حکومت د سولې په توافقنامه کې په ورسره کړو ژمنو عمل نه دی کړی او دده مجاهدین یې په حکومتي امنیتي‌ ځواکونو کې هم نه دي‌ اخیستي.

ګلبدین حکمتیار په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو په مهال د حکومت خلاف د پراخو لاریونونو د پیلېدو خبر ورکړ ځکه دده له قوله، حکومت د سولې په توافق کې ورسره کړې ژمنې نه دي‌ عملي کړې.هغه وویل چې حکومت ورسره وعده کړې وه چې مجاهدین به یې په امنیتي‌ ځواکونو کې شاملوي؛ خو دده په خبره، زرګونه وسله وال مجاهدین یې شته چې تر دې دمه د دولتي‌ عسکرو په لیکو کې نه دي‌ منحل شوي.

د نوموړي له قوله، سر له سبا د حکومت خلاف د حزب اسلامي‌ لاریونونه پيلېږي چې وسله وال کسان به هم پکې برخه اخلي «تر څو حکومت وپوهېږي، چې بې ځواکه نه یو.حکمتیار ددې تر څنګ د طالبانو او امریکا له توافقنامې سره سم د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار وکړ او حکومت یې تورن کړ، چې د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي او سوله نه غواړي.

ghani hikmatyar

د هغه په اند، که اوسني‌ چارواکي پر ولس واکمن وي، نو‌ ټولې ملي‌ شتمنۍ به چور کړي.یاده دې وي، چې په تېرو دوو میاشتو کې دوهم ځل دی، چې حزب اسلامي د حکومت خلاف لاریونونه پلانوي نوموړی هر وخت د خپلو خبرو پر مهال وای چې باید یو موقت حکومت جوړ شي.

تېره میاشت هم د حکمتیار پلویانو کابل کې لاریون کړی وو، او حکومت یې تورن کړی و چې له دوی سره کړې ژمنې یې نه دي‌ عملي کړې او ددوی بندیان یې لا هم په زندانونو کې ساتلي‌ دي.خو حکومت د دوی لاریون ته هیڅ ډول ځواب یا ردعمل ندی ښودلی.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button