نړیوال خبرونه

حکومت دسولې لپاره دطالبانوپلاوي سره خبرې شوي

د ملي امنیت شورا وایي چې یکشنبه ناوخته د سولې د ابتدايي تماس ګروپ یو وار بیا د طالبانو له استازو سره خبرې کړې دي.

دغه  شورا په ټویټونو کې راغلي چې د دوی ناسته د وېډیو کنفرانس له لارې وه او د طالبانو له‌خوا هم د سیاسي کمېسیون او هم د بندیانو د چارو د کمېسیون غړي موجود وو.

د ملي امنیت شورا زیاتوي چې طالبان به د ریډ کراس نړیوالې کمېټې په مرسته خپله تخنیکي ډله کابل ته استوي او افغان حکومت به‌یې په بګرام کې کوربه وي څو د بندیانو د خلاصون په چارو کار وکړي.

له دې مخکې هم د مارچ په ۲۵ او ۲۲ د افغانستان د حکومت د سولې د ابتدایي تماس ډلې او د طالبانو استازو د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

د امنیت شورا په پرونیو ټويټونو کې راغلي چې دواړو لورو موافقه وکړه چې کابل ته د طالبانو د تخنیکي ټیم په رسېدو سره به نورې خبرې له نږدې وکړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بېګا ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې وویل چې ښايي کابل ته د دوی د تلونکي پلاوي شمېر کم او په دوو راتلونکو ورځو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې یا «ای سي ار سي» په الوتکه کې کابل ته ولاړ شی.

طالبان وايي چې افغان حکومت دې تر بین‌الافغاني خبرو مخکې د دوی تر پنځه زره بندیان خوشې کړي او خپل تخنیکي ټیم کابل ته استوي څو دا بندیان له نږدې وګوري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button