نړیوال خبرونه

حکومت:د سولې خبرو کې پر مختګ ندی شوی

حکومت:د سولې خبرو کې پر مختګ ندی شوی حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د خبرو په دوحه کې د افغان سولې خبرو کې پرمختګ شوی، ویلي، چې د سولې خبرو کې هیڅ پرمختګ نشته.او هيڅ ډول تګ لاره لا هم نده معلومه.

د دغه هیواد خارجه وزیر مایک پمپیو دوې ورځې وړاندې په دوحه کې له طالبانو او افغان مذاکراتي ټیم سره سره تر کتنې وروسته وویل، چې د سولې خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.پمپیو زیاته کړه، چې دواړه لوري یې د سولې په برخه کې لا زیات پرمختګ ته هڅولي او د سفر اصلي موخه یې هم همدا وه.بل پلو افغان مذاکراتي پلاوی هم ویلي و چې پمپیو ته یې د طالبانو له تاوتریخوالي شکایت کړی، خو طالبان ویلي وو چې له پمپیو سره په کتنه کې یې د دوحې د هوکړې پر عملي کېدو او له تور لېسته د طالب مشرانو پر ایستلو او د ژمنو پر عملي کېدو بحث او خبرې کړې دي.او لا هم روانې دي.

په دې اړه د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د افغان سولې خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.ښاغلي صدیقي زیاته کړه، په دوحه کې د بین الافغاني خبرو بندښت لا هم پر خپل ځای دی او په دې برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی او د طالبانو غوښتنې د اساسي قانون خلاف دي او دا ملت ته د منلو وړ ندي.

هغه دژنیو کنفرانس ته په اشارې وویل، چې یاده ناسته کې نړیوالې ټولنې په یوه خوله د طالبانو لخوا تاتریخوالی محکوم کړ او هېواد کې یې د جګړې پر پایته رسولو ټینګار کړی دی.صدیقي څرګنده کړې، افغان دولت تل د سولې لپاره چمتو دی، خو طالبانو د جګړې په دوام سره وښوده چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ورته هیڅ ارزښت نه لري.هغه وايي اوس باید دا فرصت نه ګټه پورته شي.

 صدیقي وايي طالبان باید هوښیار شي او د سولې له رامنځته شوي فرصته ګټه پورته کړي.د افغان سولې خبرو په اړه د امریکا او افغان حکومت برعکس څرګندونې ښيي چې ټوله لوبه د بهرنیو په لاس کې ده او هر څه د خارجیانو په فشار او غوښتنو مخته ځي.

کله چې لوبه د بهرنیانو د فشار او غوښتنو پر اساس مخته ولاړه شي، افغاني لوري هم هیڅ مثبت ګام نه اخلي، چې دا چاره ستونزې لا ډېرولی شي او ښايي ژر مطلوبه نتیجه په لاس رانه شي.ځکه خبرې ورځ تر بلې مشکلاتو سره مخ کیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button