نړیوال خبرونه

حکومت کې لا هم ځینې ستونزې شتون لري

 طالبانو د اگست په ۱۳ د افغانتسان بلازمېنه ونیوه او د اشرف غني حکومت ېې ختم کړ.دوي اول ولایاتو ته راننوتل او وروسته وروسته بیا په تدریجي ډول مهم ولایتونه ېې نيول پیل کړل.خلک د دوي په راتګ ډېر خوشاله شول خو په دې وروستیو کې ېې داسې پرېکړې وکړې چې خلک بېرته يو څه نا امېده هم شول.

په همدې لړ کې په دې وروستیو حجاب د رعایت په هکله د اسلامي امارت مشرتابه  نوی فرمان چې د شنبې په ورځ صادر شوی دی له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی. د ملګرو ملتونو  سرمنشي انټوني ګوټرش د ښځو په تړاو د اسلامي امارت د نوي فرمان په غبرګون کې وایي چې د افغانستان اوسني چارواکي باید له نړۍوالو  قوانینو  سره سم پر خپلو ژمنو ولاړ وي.

د دې څخه وړاندې د اا ځينو اشخاصو د ګیرو کلولو باندې هم بندیز ولګاوو او هغه خلک چې په دولتي اداراتو کې کار کوي باید ګيره پرېږدي او اا د هدایاتو طالع شي.که څه هم دا یو شرعي او اسلامي عمل خو بیا هم ځینې اشخاص د دې امر په ورکولو نا اميدي ښکاره کړې ده.اوس لا هم ځینې وګړو ګيره خروي او اا هدایاتو باندې عمل نه کوي او سخت غبرګون هم ورته ښايي.په اسلامي شریعت کې شرعي خکمونو ته غبرګون ښودل هم ګناه کې رازي.

باید یاد کړو چې د نورو پرېکړو تر څنګ اا د شپږم تولي لا هم تړلي پرېښي. پلازمینې کابل په ګډون مختلفو ولایتونو کې په تدریجي ډول د نجونو ښوونځي له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې پرانیستل شول اوخو د مناسب درسي چاپیریال د نشتون له کبله لاهم په ځینو سیمو کې له شپږم ټولګي څخه د لوړو ټولګیو ښځینه ښوونځي تړلي دي. او ډېری خلک دې پرېکړې سخت اندېښمن کړي هم دي دوي وايي که اا ښونځي پرا نه ایستل نو دا به افغانانو ته غټ زیان ورسوي او نجوني به بې تعلیمه پاتې شي.

باید یاده کړو کله چې د اا حکومت رامنځته شو نو دوي هدایت وکړ چې هغه مېرمنې چې به عامو اداراتو کې کارکوی د نا معلومه وخته پورې دې خپلو دندو ته نه رازي دوي ته وویل شول چې که څه هم تاسو دندو ته نا رازی تاسو ته به هره میاشت معاش درکول کیږي خو بلخوا بیا د روغتیا وزارت ښځينه کارمندانو ته هدایات وشو چې تاسو خپلو دندو ته دوام ورکړئ او خپلې وظیفې د پخوا په څېر جاری وساتئ. 

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button