نړیوال خبرونه

حیات الله حیات د کورنیو چارو او یاسین ضیا د دفاع وزیران وټاکل شول

حیات الله حیات د کورنیو چارو او یاسین ضیا د دفاع وزیران وټاکل شول د اوږدې چوپتیا وروسته حکومت د اسدالله خالد پر ناروغۍ اعتراف کړی او د هغه پر ځای یې محمدیاسین ضیاء د دفاع د سرپرست وزیر په توګه ګمارلی.

د افغانستان ملي امنیت شورا ددې ترڅنګ د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي ګوښه او پرځای یې د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات سرپرست وزیر او محمد ایوب سالنګي د یاد وزارت لومړي مرستیال په توګه ټاکلی. په هغو دوو جلا خبرپاڼو کې چې د ملي امنیت شورا لخوا خپرې شوي، دغه ګومارنې د اشرف غني د حکم پر اساس او د اصلاحاتو او ځان بسیا کېدو لپاره بللي دي.

د ملي امنیت شورا له دې پرته چې د اسدالله خالد د ناروغۍ ډول ذکر کړي؛ خو څرګنده کړې یې ده، چې د نوموړي تر رغېدو پورې به محمدیاسین ضیاء ددفاع وزارت چارسمبالی وي.ښاغلی ایوب سالنګي تردې وړاندې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال او حیات الله حیات د کندهار، هلمند، میدان وردګ او ننګرهار ولایتونو د والي په توګه پاتې شوی دی.

yaseen zia hayatullah 1

حیات دوه میاشتې وړاندې د کندهار د خلکو او سیاسي مشرانو له پراخو اعتراضونو وروسته له دندې ګوښه او پرځای ېې روح الله خانزاده ټاکل شوی ؤ.خو اوسمهال په سوشل میډیا کې ویل کیږي چې ښاغلی حیات ددې لپاره د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو چې د ننګرهار خلک ته په کابینه کې ځای ورکړل شي.

ښاغلی حیات په کندهار کې قومي ترپګنیو ته د لمن وهلو او د کرونا پیسو کې په پراخ مالي فساد تورن ؤ، چې یوه میاشت وړاندې له اداري سره د مبارزې ځانګړې  ادارې لخوا په دغه قضیه کې ښکېل هم وبلل شو؛ خو اوس یې په ناڅاپي ډول د کورنیو چارو وزارت په دنده ګومارلو د خلکو او سیاستوالو ترمنځ نوې اندېښنې هم راپارولي دي.ځکه د نوموړی په اړه اوازې وې چېپه دې لړ کې څارنوال ته هم معریفي شوی وو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button