نړیوال خبرونه

حیات الله حیات: پولیسو نه غیر مسلکي خلک باسو

حیات الله حیات: پولیسو نه غیر مسلکي خلک باسوکورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات خبر ورکوي، چې د پولیسو له لیکو به ټول هغه غیر مسلکي کسان وباسي، چې په هکله یې شکایتونه موجود دي.او سم کار نکوي.

د کورنیو چارو ږزارت په تورخم ښارګوټي کې د ذاکر په نوم د پولیسو د یوه افسر لخوا له خلکو سره د ناوړه چلند په غبرګون کې ویلي د پولیسو په لیکو کې غیر مسلکي کسانو ته ځای نشته.نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې نن سهار په تورخم ښارګوټي کې د ذاکر په نوم د پولیسو یوه افسر له خلکو سره ناوړه چلند کړی و، چې ژر تر ژره ونیول شو او قضیه یې تر څېړنې لاندې ده، چې قانوني چلند به ورسره وشي.

نوموړي زیاته کړې، هر هغه کس او یا وګړۍ چې د پولیسو له نوم او مقدس لباس څخه ناوړه ګټه اخلي، هیڅکله به د پولیسو په سپېڅلیو لیکو کې ځای ونه لري او پر ځای به یې مسلکي کسان په دندو وګمارل شي.کورنیو چارو وزیر یادونه کړې، چې د پولیسو په لیکو کې د غیر مسلکي افرادو د شتون او د ځینو منسوبینو د ناغېړۍ او ناوړه چلند په اړه شکایتونه شته، خو وخت غواړي چې اصلاح شي.

img 20210405 153335

ښاغلي حیات له خلکو هم غوښتي، چې د دښمن د تبلیغاتي جنګ برخه ونه ګرځئ او د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو لپاره خپل نظریات ورسره شریک کړي، نه دا چې دښمن ته دا موقع ورکړي چې د نظام او ټولو امنیتي ځواکونو نوم بد کړي.د کورنیو چارو وزیر خبر ورکړی چې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو په موخه ګټورې اصلاحي برنامې په پام کې لري، چې د تطبیق له لارې به یې له پولیسو ستاسو د رضایت او باور کچه لوړه شي.

څو ورځې مښکې هم په تورخم ښارګوټي کې یوه پولیس له خلکو سره ناوړه چلند کړی وو، چې د کورنیو چارو وزارت په خبره، د تل لپاره له نظامه وایستل شو.کورنیو چارو وزارت ته چې هر وزیر راغلی، د پولیسو په لیکو کې یې د اصلاحاتو خبره کړې، خو اوس هم خلک له پولیسو شکایتونه لري.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button