نړیوال خبرونه

خالد: د سولې روانو خبرو باندې پوره باوري نه یو

خالد: د سولې روانوخبرو باندې پوره باوري نه یوداسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق پر بنسټ له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې ده او تر څنګ يې په دوحه کې د سولې خبرې هم جیریان لري.د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست «اسدالله خالد» وایي، اوس هم باوري نه دی چې په قطر کې روانې خبرې به پایلې ولري.

ښاغلي خالد دغه خبرې په ولسي جرګه کې د خپلې کاري تګلارې د وړاندې کولو په مهال وکړې.هغه وویل، چې د بهرنیو ځواکونو شمېر شاید کم او یا هم زیات شي؛ خو داسې څه حس شوي نه دي چې وښيي بهرني ځواکونه به په بشپړ ډول له افغانستانه وځي؛ ځکه دده له قوله، د طالبانو او بهرنیانو تر منځ سوله شونې نه ده.او ښايي دا خبرې هيڅ پایلې هم ونلري ځکه دا خبرې لار پوره معلومه نده چې نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې په قطر کې د روانو مذاکراتو په پایله باوري نه دی؛او نه هم کومه تمه لري.

خو دده په خبره، دا خبرې یې د سولې پروسې د مخالفت په معنی نه دي او دولتي عسکر له سولې ملاتړ کوي.د خالد له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې له تېرو دوو میاشتو راپدېخوا د سولې خبرې روانې دي.خولا هم سره په کوم توافق ندي رسېدلي او لا هم دويي لري چې یوې نتیجې ته به سره ژر ورسیږي.دړواړو ډلو د تماس ګروپ لا هم لنډو ورځو کې سره ناسته نده کړې.

خالد: د سولې روانو خبرو باندې پوره باوري نه یو
خالد: د سولې روانو خبرو باندې پوره باوري نه یو

طالبان وايي، حکومت د سولې پروسې ته د ترغیب پر ځای نړیوال په افغانستان کې جګړې ته راکاږي او هڅه کوي د افغانستان د سولې په پروسه ولس او نړیواله ټولنه بې باوره کړي.ځکه ددويي په وینا دويي لا هم جګړه غواړي او غواړي خپل حکومت مخ ته بوزي تر څو دويي د واکه لرې نشي.

ورته مهال د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» هم په دفاع وزارت کې هم پراخ بدلونونه راوستي تر څو وکولای شي، له افغانستانه خپل عسکر په چټک ډول وباسي.او خپل کوم مشن ېې چې دی هغه سر ته ورسوي د نوموړي مشن او هدف دا وو چې ژر تر ژره ټول عسکر ځپل هېواد ته راستانه کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button