نړیوال خبرونه

خلیلزاد: افغانستان کې تاوتریخوالی نور هم زیات شوی

خلیلزاد: افغانستان کې تاوتریخوالی نور هم زیات شوی.د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي  استازي زلمي خلیلزاد په خپلو  نویو څرګندونو کې ویلي چې تاوتریخوالی زیات شوی چې د اندېښنې وړ دی او طالبان ته يې خبرداری ورکړی،

خلیلزاد له شپیګل مجلې سره په مرکه کې دا څرګندونې کړې دي.زلمي خلیلزاد یو ځل بیا پر طالبانو ږغ کړی چې له جګړې  لاس واخلي او د یوې دایمي سولې  لپاره دي لاس په کار سي  خلیلزاد ویلي جګړه او سوله نه کیږي له دې څخه باید یو و ټاکل شي.طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې تاوتریخوالي زیات سوی او امریکا هم خبرداری ورکړی چې ښايي بریدونه نور هم زیات شي.

تر اوسه پوري طالبانو د یو شمېر ولایتونو پر مرکزونو بریدونه کړي او یو شمېر ولسوالۍ يې هم نیولې دي.خلیلزاد ویلي چې دوی په افغانستان کې د جګړې ختمولو په لټه کې دي او طالبان باید په دې پوی سي  چې سوله او جګړه پر یوه وخت نه کیږي.ښاغلی خلیلزاد ویلي چې سوله او جګړه طالبان باید یو انتخاب وکړي چې کوم یو باید انتخاب کړي خو په وینا يې دواړه پر یوه وخت نا ممکنه دي او باید ترسره نه شي.

20210520 134627

د ده په خبره چې طالبان هم په دې باوري چې د افغانستان معضله د خبرو له لارې حل کیدونکې ده او پر دې باوري دي چې دا موضوع باید د خبرو له لارې حل سي ځکه نو اوس تازه يې طالبانو ته خبرداری ورکړی.نوموړي د ترکیې راتلوونکې کنفرانس ته په اشارې وویل دا موقع د طالبانو لپاره لوی ازمون دی .

او هلته به دا واضحه سي چې دوی رښتینې سوله غواړې او که نه او هلته به پریکړه وشي.هغه وویل افغانستان به د نویمو کلونو له حالتونو سره مخ سي که يې چیري سیاسون خپل منځي اختلافات لیري نه کړي نوموړي پر افغان سیاسونو هم نیوکه وکړه

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button