نړیوال خبرونه

خلیلزاد افغان مشرانو ته د مشارکتي حکومت طرحه وړاندې کړې ده

خلیلزاد افغان مشرانو سره د مشارکتي حکومت طرحه وړاندې کړې ده د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په افغانستان کې د سیاسي مشرانو سره د خپلو ملاقاتونو پر وخت د یوه موقت او ملي مشارکت پر اساس د حکومت را منځته کولو طرحه شریکه کړی ده.

عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینو طلوع نیوز ته ویلي چې خلیلزاد دواړو مشرانو ته د ملي مشارکت حکومت یوه طرحه سپارلې او په اړه یې د چټک غبرګون غوښتنه کړې ده.دغه سرچینو ویلي چې خلیلزاد د دوحې د روانو خبرو په اړه ویلي چې کیداي شي اړخ ته شي او پر ځای به یې د بون په څیر یوه ناسته را وغوښتل شي چیري چې به د ملي مشارکت په نامه د حکومت طرحه خلکو سره شریکه شي.

پخوانی جمهور ریس حامد کرزي ته نیژدې کس شهزاده مسعود طلوع نیوز ته ویلي یوه لوی نړیوال کانفرانس به د بون کانفرانس په څیر جوړ شي، طالبان او د حکومت استازي به په لوړه سطحه ګډون پکښي وکړي، نړیواله ټولنه به د امریکا او سیمه ییزو هیوادونو په شمول یوه توافق ته رسیږي او دغه نوي جوړښت ته به مشروعیت ورکوي، په ورته وخت کې به د کانفرانس لپاره د لویې جرګې څخه مشروعیت اخیستلو غوښتنه هم کیږي.

psx 20190725 053823

د مشارکتي حکومت په اړه سید اسحاق ګیلاني ویلي چې د مشارکت حکومت به د حامد کرزي د حکومت په څیر وي، چې ډیره کامیابه تجربه نه ده مګر بیا به هم تر اوسني حالت ښه وي، خو یوه ګټه به یې داوي چې جګړه به پای ومومي.او یو نوی بهیر به پیل شي.چې دې سره ښای تر ډېره د خلکو ستونزې حل شي.

د دغې طرحې په اړه تر دې دمه ولسمشری ماڼړی کوم غبرګون نه دی څر ګند کړی خو ددې تر مخه ولسمشر اشرف غني د موقت حکومت خلاف موقف نیولی او ویلي يې دي چې د ارګ څخه به یې جنازه وزي خو موقت حکومت به نه مني.

طالبانو هم وخت په وخت د موقت حکومت په اړه خپل منفي نظر څرګند کړی دی خو تر اوسه یې په مشخص او رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.خو تر ډېره هفوی هم ویلي چې باید اوسنی حکومت له منځه لاړ شي.او یو داسې حکومت جوړ شي چې اسلامي بڼه ولري او د ټولو خلکو حقوق پکې خوندي وساتل شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button