سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

خلیلزاد باجوه سره لیدلي

خلیلزاد باجوه سره لیدلي.دافغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ښاغلی زلمی خلیلزاد د سولې د نوي سفر په لړ کې دا ځل پاکستان ته تللی دی او د سولې په اړه یې د یادو چارواکو سره بحث کړی.

زلمی خلیلزاد په د نورو لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید بجو سره لیدلي. او د سولې لپاره یې له هغه څخه همکاري غوښتې، ځکه هغه درک کړې چې پوځ تر بل هر چا پر طالبانو فشار ډېر راوړی شي.لکه څرنګه چې پاکستاني چارواکو وار وار پخپله دا خبره کړې ده، همداسې خلیلزاد هم د پوځ مشر ته ور یاده کړې چې د دوی له همکارۍ پرته سوله ناممکنه ده او باید په واقعي توګه موږ سره همغږي ولزري.

نوموړي دا هم ویلي چې افغان حکومت تر بل هر څه د سولې پروسې د بریا لپاره د پاکستان ملتیا ته محتاج دی او که پاکستان وغواړي دغه پروسه پر طالبانو د فشار راوړلو له لارې په اسانه بریا ته رسولی شي.هغه ویلي که موږسره همکاری ونشي نو سوله ناشوني ده.

خلیلزاد ټینګار کړی چې که نور هېڅ نه وي پاکستان خو دې د سولې پروسه تېزه کړي او یا حدااقل یوې داسې لارې ته دې برابره کړي، چې دواړه لوري دومره سره غوږونه وجنګوي چې دغه پروسه خو سر ونه خوري.

d3c1a7bwkaalfd 750x430 1

بلخوا بیا د پاکستان د پوځ مشر خلیلزاد ته بیا د سولې په برخه کې ژمنه تازه کړې او ویلي یې دي چې د سولې په برخه کې همکاري له افغانستان سره د دوی نیک نیت ښيي او ژمن دي چې دې برخه کې همکاري وکړي.هغه وای موږ یو داسې افغانستان غواړو چې عام وګړي ېې نورو ته متاج پاتې نشي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button