نړیوال خبرونه

خلیلزاد بین الافغاني مزاکراتو لپاره قطر ته په سفر لاړ

خلیلزاد بین الافغاني مزاکراتو لپاره قطر ته سفروکړد افغان سولي لپاره د امريکا د محتده ايالاتو ځانګړی استازی پرون يکشنبه د قطر پلازميني دوحي ته لاړ. نوموړۍ به هلته د بین الافغاني خبرو د پیل لړۍ څاري.

دهېواد د بهرنيو چارو وزارت څخه په يوه خپره شوي بیانیه کې ويل شوي چې ښاغلۍ خليزار د سولي د بين افغاني خبرو د پيل په موخه د قطر دفتر پلازمينه دوحې ته په سفر لاړه. د خبرپاڼې له مخي زلمي خليزاد ، د افغان دولت د سولي مرکچي پلاوی او د طالبانو د سولي مرکچي پلاوی به په لومړي سر کې په سراسري اروبند او وروسته د سولي په راتګ بحث وکړي، کوم چې د ټول ملت غوښتنه ده او کوم چې د دغه خبرو اصلي موخه هم ده.

ښاغلی خليلزاد په داسي حال کې د قطر پلازمينه دوحي ته سفر کوي چې دوه ورځې مخکې د طالبانو د قطر دفتر او د کوټي په مشرتابه شورا کې پراخ تغيرات راوستل د طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخونزاده له لوري د قطر دفتر سياسي وياند سوهيل شاهين له دندي لرې او پر ځای يې ډاکټر محمد نعيم وردګ وټاکل شو ګو چې د طالبانو د قطر دفتر سياسي وياند هم وي.

د یادونې وړ ده چې په قطر دفتر کې بل لوی بدلون د سولي د مرکچي پلاوي د مشر عباس ستانکزي ګوښه کول او پر ځاي يې شيخ عبدالحکم د سولي د مذاکراتي ټيم مشر وګمارل شو.همداراز ددغو بدلونو په اړه يوې سرچيني ویلي چې د قطر له دفتر څخه وروسته د کوټي په مشرتابه شورا کې هم تغیرات راغلي.په دې تغیراتو کې اميرخان متقي چې مخکي د ملا هيبت الله اخوند د دفتر مشر وو اوس تازه د ملاهيبت الله اخوند لخوا د دندي ګوښه کړای شو او پر ځای يې د ملا هیبت الله اخوند د خپل دفتر مشر ملا احمد جان بلال وګمارل شو،

سرچينه ویلي چې ملا محمد داؤد مزمل د ملکي تلفاتو د کمسون مشر په توګه راغۍ چې مخکې ددې کمسون مشر ملا عبدالمنان عمري وو. مولوي احمدجان بلال د مشرتابه دفتر مشر، د ملا آمیرخان متقی پر ځای راوستل شو، مولوی قدرت اللہ جمال د نظامي کمېسیون د مشر مولوي فیض اللہ پر ځای ټاکل شوی او ددې تر څنګ د ختیځو ولايتونو د اداري مسئول په توګه هم ټاکل شوی.

همداراز شیخ نورالله منیر د محاکمو مشر، د شیخ عبدالحکیم پر ځای وګمارل شو.او مولوي فیض الله چې مخکي د ختيځو ولايتونو د ښوني او روزني مسول وو اوس تازه ددې ادارې د مرستیال په توګه ټاکل شوی.همدارنګه مولوی عبدالحکیم شرعي چې مخکي د د ختيځو ولايتونو د ښوونې او روزني علمي مرستيال وو اوس تازه د ختيځو.ولايتونو د محکمو معاونین شول،

بلخوا بیا د افغانستان دولتي پلاوي کې هيڅ تغیرندۍ راغلۍ کوم پلاوی چې څه وخت وړاندې ټاکل شوی وو هماغه ټیم به د طالبانو سره مزاکرات پیلوي او لنډوخت کې به قطر ته سفر وکړي ترڅو هلته په اوربند او نور د سولې چارو او لارو باندې خبرې اترې وکړي.د یادونې وړ ده چې دولتي مسولینو ویلي وو چې تر څو د طالبانو پلاوۍ قطر ته نوي واپس شوۍ تر هغه حکومتي ټيم قطر ته سفر نه کوي اوس چې د طالبانو مشران قطر ته لاړل نو زیات احتمال شته چې مزاکرات ډېر ژر پیل شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button