نړیوال خبرونه

خلیل‌زاد: د افغانستان وضعیت د امریکا لپاره ښه دی

د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، زلمی خلیل‌زاد د کردستان له ۲۴ ټلویزیون سره په مرکه کې زیاتوي، د افغانستان اوسنی وضعیت د دې هېواد د خلکو لپاره ستونزمن دی..

افغان سوله

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي: «البته وضعیت د امریکا لپاره ښه دی، ځکه په یو ډول له جګړې څخه وتلې، خو د افغانانو لپاره دغه وضعیت ستونزمن او ښه نه دی.خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ او له خدمتونو محروم دي، هېواد يې انزوا کې دی۔ زلمی خلیل‌زاد په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو هم ټینګار کوي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی

نور یی ولوله | راتلونکې یکشنبه قطر کې د فوټبال نړیوال جام پېلیږي

نور یی ولوله | کابلوف افغانستان کې باید ټولګدونه حکومت جوړ شي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی وايي: «د نړیوالو اړیکو او ثبات له نظره حکومت باید د خلکو خبرې واروي او غوښتنو ته يې ځوابویونکی اوسي.د مثال په توګه د زده کړې.خلک غواړي، چې خپلې لوڼې يې ښوونځیو ته لاړې شي او طالبان باید دغو غوښتنو ته ځواب ووايي. بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو لپاره د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنې منل مهم بولي

.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي: «طالبان باید د افغانستان له نورو قشرونو سره په لوړه کچه مذاکرات پیل کړي.په هغه صورت کې د رسمیت پېژندلو او د نجونو ښوونځیو خلاصون ستونزه هواره کېږي. نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په تړاو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې سږ کال به د هېواد ناخالص کورني تولیدات کم شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button