نړیوال خبرونه

خلیلزاد: د سولې تاریخي فرصت نه باید ګټه واخیستل شي

دسولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې تازه کابل ته راغلی وايي، د سولې تاریخي فرصت باید له لاسه ورنه کړل شي.

هغه پرون سهار پر خپل ټویټر لیکلي: “موږ ټول باید کار وکړو څو د سولې پر وړاندې هغه خنډونه لرې کړو چې د بین الافغاني خبرو لپاره مو کار ټکنی کوي، زه پر ټولو افغانانو غږ کوم چې هېواد ته لومړیتوب ورکړي او دا تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي.”

د امریکا ځانګړی استازی همدا شان ویلي ، امریکا ژمنه ده څو د بندیانو تبادلې ته زمینه برابره کړي او موږ له دواړو خواو ملاتړ کوو ترڅو د پام وړ شمېر بندیان خوشې کړي.

خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د جګړې پای، د تاوتریخوالي د ختمېدو او د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره له هر اړخیزو هڅو چې د افغانانو د غوښتنې مطابق وي دریغ نه کوي.

افغان حکومت وايي، دایمي اوربند او د افغان وژنې لړۍ درول هغه ټکي دي چې د تلپاتې سولې لپاره لاره پرانېزي.

د ولسمشر ویاند مرستیال لطیف محمود د پنجشنبې په ورځ له رسنیو سره خبرو کې وویل: “زموږ اصلي هدف دا دی چې جګړې او د تاوتریخوالي کچې ته د پای ټکی کېږدو او دا غوښتنه د افغانانو هم ده، د جګړې د پای لپاره، د تاوتریخوالي د ختمېدو او د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره هر اړخیزې هڅې زموږ لخوا روانې دي او موږ د اساسي قانون او د ملي ګټو په رڼا کې دغه بهیر ته ورځوو. “

ښاغلی محمود وايي، د طالب زندانیانو د خوشې کېدو په اړه سلا مشورې او پرېکړې به د سولې په بین الافغاني خبرو کې وشي.

دغه راز ښاغلي خلیل زاد تېره ورځ د ملي یوالي حکومت له اجراییه رئیس سره کتلي دي.

اجرائیه ریاست وايي، د لیدنې په پیل کې اجرائیه رئیس او د ثبات او همپالنې ټیم مشرتابه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په برخه کې د زلمي خلیلزاد له هڅو مننه او قدردانی وکړ او د سولې د هوکړې د عملي کولو پر لارو چارو، بین الافغاني مذاکراتو، د دواړو خواو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کولو، د دایمي سولې لپاره پر هڅو او د ولسمشریزو ټاکنو پایلو څخه په رامنځته شوي بحران بحث او خبرې وشوې.

اخوا وال سټرېټ ژورنال په خپل یوه راپور کې د افغان دولت د ځینو سرچینو له خولې لیکلي چې ټاکل شوې وه زلمی خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ ولسمشر غني سره وویني، خو ولسمشر ورسره له لیدنې انکار کړی دی، خو د وال سټریټ ژورنال دغه راپور ولسمشرۍ ماڼۍ رد کړی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي له رسنیو سره په خبرو کې وویل خپور شوی راپور ناسم دی.

په ورته وخت کې د نړېوالو چارو پوهان د زلمي خلیلزاد وروستي ټویټ ته په اشاره سره وايي، په هېواد کې خپل منځي اختلاف باید یو خواته شي او د سولې لپاره واحد نظر رامنځته شي.

د نړیوالو چارو پوه داود مایار وویل: “زما په فکر چې دا نه یوازې افغانستان ته بلکې امریکا ته هم یو لوی فرصت دی نه یوازې افغانان باید له دې رامنځته شوي فرصت څخه په پوره وړتیا ګټه پورته کړي بلکې امریکا هم باید په افغانستان د سولې راوستلو لپاره په دې برخه کې ژمن پاتې شي.”

دا په داسې حال کې ده چې د روانۍ اونۍ د شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه او دغه شان ټاکل شوې چې د روانې میلادي میاشتې په لسمه د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

خو دا چې دا خبرې به په خپل وخت پیل شي کنه لا معلومه نه ده.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button