نړیوال خبرونه

خلیلزاد: د ټاکنو ګټونکی معلوم دی او ټاکنوبهيرپائ ته رسېدلئ

ټاکل شوې وه د ولسمشر غني د لوړې مراسم سبا ترسره شي، خو د امریکا په غوښتنه یې یاد مراسم ځنډولي، او امریکا هم تر مننه کړې.

اوس ټاکل شوې چې د اشرف غني د لوړې مراسم د کب میاشتې په ۱۹ مه نېټه ترسره شي، چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم له دې پرېکړې هر کلی کړی دی خلیلزاد پر خپل توېټر پاڼه لیکلي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم به د مارچ په ۹ مه نېټه ترسره شي، او د اوس مهال لپاره یې ځنډولي چې نوموړي له دې ګام څخه هرکلی کړی دی.

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه پر خپل ټوېټر لیکلي چې د ټاکنې پای ته رسېدلي، او ولسمشر غني یې ګټونکی دی.

هغه ویلي چې نور افغان مشران باید ډاډه ورکړي چې د افغانستان نوی حکوت ټول شموله وي، تر څو ټول افغانان پکې ځان وویني.

تېره ورځ ( سه شنبه کب ۶ ) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې افغانستان کې د موازي حکومت رامنځته کولو هڅې له قانون سره په ټکر کې دي او باید ترې ډډه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې او له مخې اشرف غني د ټاکنو ګټونکی شو.

د ټاکنو کمېسیون لخوا اعلان شوې پایلې عبدالله عبدالله ته د منلو وړ ندي، او اعلان شوې پایلې له درغلیو ډکې بولي، چې له همدې امله یې د ټاکنو له پایلو سره مخالفت وښود او ځان یې د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

د ټاکنو د پایلو له اعلان مخکې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټېم غړیو خبرداری ورکړ که دوي د ټاکنو ګټونکي اعلان نشي نو موازي حکومت به رامنځته کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button