نړیوال خبرونه

خلیلزاد لخوا د سولې انتقالي دولت وړاندې شوې طرحې نور جزیات افشا شول

خلیلزاد لخوا د سولې انتقالي دولت وړاندې شوې طرحې نور جزیات افشا شول.افغانستان کې باخبره سرچینې وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ښاغلی زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د سولې انتقالي دولت طرحه راوړې وه.ویل کیږي چې د دغې طرحې د افغان سیاسیونو هر کلی کړی.

د افغانستان سولې انتقالي دولت د جوړولو لپاره په انګریزي ژبه لیکل شوې یوه طرحه چې لسو صفحو باندې مشتمله ده، د حکومت چارواکو او یو شمېر افغان سیاسیونو سره د خلیلزاد لخوا شریکه شوې ده.هشت صبح ورځپاڼه ادعا کوي چې د سولې انتقالي دولت د جوړېدو د طرحې یوه کاپي یې له نږدې څخه لیدلې او په هغې کې به نوی لنډمهاله حکومت له درې خپلواکو او مساوي اجرائیه ځواک لرونکو ارګانونو څخه برخمن وي.

ملي او قانون جوړوونکې شورا چې د قانون جوړوونکې شورا به لویه څارنوالي او سیمه ییز محاکم ولري. او ددې سند په اساس به هېواد کې د اسلامي فقهي عالي شورا او د اساسي قانون د تعدیل یو کمیسیون هم جوړیږي.یو شمېر باوري سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي، په هغه صورت کې چې د کابل حکومت او طالبان په دې طرحه هوکړه وکړي، د بُن کنفرانس په څېر د لوړې کچې یوه ناسته به د ترکیې هېواد کې راوبلل شي،

او د ښکېلو خواوو ترڅنګ به افغان سیاسیون ګاونډي هېوادونه، د ملګرو ملتونو، ناټو، لویو او د افغانستان قضیه کې د ښکېلو هېوادونو استازي به هم په کې ګډون وکړي. ددې طرحې له مهمو نقطو څخه یوه داده چې د اشرف غني په مشرۍاوسنۍ اداره به له منځه ځي او پرځای به یې نوې اداره د چارواګي سمبالوي، چې طالبان او سیاسي جهتونه په کې عمده رول لري او ترڅنګ یې طالبان په نورو هېوادونو کې د خپلو تشکیلاتو او دفترونو په تړلو او افغانستان ته را انتقال باندې ژمن وي.

20210304 150759

ددې طرحې پر اساس په افغانستان کې د نوي «اساسي قانون» تر تصویب پورې د موجوده «اساسي قانون» په شمول ټول قوانین او نړیوالې ژمنې په خپل حال پاتې کیږي او اوسني اساسي قانون به  د نوي «اساسي قانون» لپاره د «ډانچې» په توګه کارول کیږي.همداراز د سولې پروسه کې د آسانتیا او پرمختګ په خاطر د سولې انتقالي دولت حق نه لري چې د ښکېلو خواوو سیاسي او نظامي اعضاء د خیانت او یا نورو سیاسي جرمونو په تور څارنولی ته معریفي کړي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button