Uncategorizedنړیوال خبرونه

دامریکايي چارواکوسره د افغان چارواکو ليدنې

ولسمشر محمد اشرف غني د متحدو ایالتونو د سنا یو شمېر غړو سره لیدلي دي

دولت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني وړم ماښام په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د سناتور لینزي ګراهام په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو د سنا جرګې له یو شمېر غړو سره وکتل.

دغه کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې او د افغانستان او سیمې د امنیتي وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.

سرچینه وايي، سناتور ګراهام د دې په څرګندولوسره چې موږ د سولې په برخه کې د افغان حکومت له هڅو ملاتړ کوو وویل:

«له افغانستان څخه به د امریکا ملاتړ دوامدار وي او موږ به د یوه متحد ستراتیژیک په توګه د افغانانو تر څنګ پاتې شو.»

تروریزم ګډ دوښمن دی

ولسمشر غني د سولې پروسې او په دې برخه کې د افغان حکومت د هڅو او تعهد په اړه په خپلو خبرو کې وویل

«تروریزم افغانستان او امریکا ته ګډ ګواښ متوجه کړی او باید له دغې شومې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې ګډې هڅې وشي هیله لرو طالبان له جګړې لاس واخلي، اوربند او پایداره سوله ومني.»

ښاغلي غني وویل چې هیواد او ظرفیتونو تغییر کړی، د ولسواک نظام بنسټونه پیاوړي شوي او زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې لوړې شوې دي.

هغه وویل:

«زموږ لیدلوری سیمه ییز اتصال او د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا ده.»

د افغان ځواکونو عملیات

جمهوررئیس امریکايي سناتورانو ته وویل، موږ مخکې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمولو پر څرنګوالي د امریکامتحدو ایالتونو سره تفاهم کړی او نن ټول عملیات افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه مخته وړي.

په دغه کتنه کې سناتور ګراهام د نورو سناتورانو په استازیتوب په خپلو خبرو کې وویل، موږ د افغان حکومت او خلکو تر څنګ یوو او د ګډو لاسته راوړنوساتنه کوو.

دواړو هیوادونو ته ګواښ

سناتور ګراهام زیاته کړه، حقاني شبکه او نورې ټولې تروریستي ډلې اوس هم د دواړو هیوادونو د ګټو پر وړاندې یو ګواښ دی او پر ضد یې باید ګډه مبارزه وکړو.

پرلپسې لیدنې او موخه یې

افغان ولسمشر او چارواکو ناستې پر داسې مهال کیږي چې د افغانستان د سولې په برخه کې د مهمو پرمختګونو راپور ورکړل شوی دی.

د افغانستان حکومت چې پخوا پر بشپړ اوربند یې ټینګار کاوه، له خپل دریځ په شا شوی او د تاوتریخوالي پر کمښت یې یو ډول توافق کړی دی.

لومړی د مونیخ کنفرانس څنډه کې ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، دفاع وزیر او افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سولې په چارو کې استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د سولې پر اړوند مسایلو یې خبرې کړې وې.

وروسته له هغې د امریکا د ولسي جرګې له رییسې نانسي پلوسي سره ولیدل، چې د امریکا د سنا جرګې له غړو سره ناسته یې وروسته هغه وه.

د افغانستان حکومت به هم هڅه کوي چې له بیلابیلو لارو په ګټې اخیستنې سره د امریکا پر حکومت دا ومني چې افغان حکومت څنډې ته پاتې نه شي. ځکه له تیر شا او خوا یوه کال راهیسې د امریکا او طالبانو اړیکې او خبرې دومره تودې شوې چې د افغانستان حکومت په کې کمزوری وښودل شو او خلک فکر کوي چې امریکا او متحدین یې غواړي هر څه طالبانو ته وسپاري.

بې شکه چې د امریکا سنا جرګې په شمول ټول قوتونه د هغوی پرمخکې تګ خپل تاثیر لري او کولی شي چې مهم رول په کې ولوبوي، نو پر همدې اساس هم د افغانستان حکومت دغو ټولو خواوو ته مخ اړوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button