نړیوال خبرونه

دامریکا د بهرنیو چارو وزیر: زلمي خلیلزاد به پر خپل ځای پاتې وي

دامریکا د بهرنیو چارو وزیر: زلمي خلیلزاد دنده به پر خپل ځای پاتې وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دنده مهمه ده او د بایډن ادارې له نوموړي غوښتنه کړې تر څو خپل ماموریت ته ادامه ورکړي.

ښاغلی بلېنکن چې د دندې شروع کولو په اوله ورځ يې په بهرنیو چارو وزارت کې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې وویل، چې د زلمي خلیلزاد دنده مهمه ده او د امریکا نوې ادارې له نوموړي څخه غوښتي تر څو خپل کار روان وساتي.بلېنکن وړاندې زیاته کړې، چې د امریکا نوې اداره به د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوې هوکړه بیا ځلې وګوري، تر څو پوه شي چې طالبانو کومې ژمنې کړې دي او امریکا ته کوم مسئولیتونه ور له غاړې دي.

نوموړي وايي له افغانستان سره په تړاو او یو له هغو مسلو چې پکار ده موږ باید ور باندې وپوهېږو دا دي چې د امریکا او طالبانو تړون کې څه راغلي دي چې ډاډ ترلاسه کړو او بشپړ وپوهېږو طالبانو څه ژمنې کړې او موږ څه ژمنې کړې دي، نو موږ دې ټکو ته پام کوو.»

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر هغو راپورونو ته هم اشاره کړې په کومو کې چې ادعا شوې، روسیې د امریکایي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته نقدي جایزې ورکړي دي.د هغه په خبره، په دې تړاو ارزونې روانې دې او دی نشي کولای تر پایلې وړاند ې څه ووايي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: زلمي خلیلزاد به پر خپل ځای پاتې وي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: زلمي خلیلزاد به پر خپل ځای پاتې وي

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او په دوحه کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پيل شوی دی.دغه ډله وايي، دا تړون د امریکا او افغانستان د ولسونو په ګټه دی او د امریکا نوې اداره یې باید هم دغه یاد تد تړون ته ادامه ورکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button