نړیوال خبرونه

دبې پولې ډاکټرانو سازمان کابل کې خپله د زېږېدنې څانګه بنده کړه

د بې پوله ډاکټرانو انټرنیشنل دفترکابل کې د ماشومانو د زیږون خپله هغه څانګه تړلې ده چې څه وخت وړاندې پرې ترهګرو حمله کړی وه  دغه سازمان کابل په شمږل نږرږ ولایتو کې دانساني خواخوږې په اساس په روغتیایي خدمتونو بوخت وو او لا هم بازې نورې څانګې کار کوي،

پرون د بې پولې ډاکټرانو دفتر پخپل یواعلامیه  کې دکابل څانګې دتړلو داعلان ترڅنګ ویلي په ۱۲م مئ د دشت برچي په روغتون د شوي خونړي برید پړه هیچا پغاړه نه ده اخستې اؤ نه ده معلومه شوې ده چې برید ګر څوک وؤ اؤ د څه مقصد دپاره یې دغه روغتون په نخښه کړی ؤ

د دغې اعلامیې ترمخه دماشومانو د زیږون په دغه روغتون شوي برید کې ۱۶میرمنې په یو نظم پلان  سره وژل شوې وې اؤ دغه حمله کې د بې پولې ډاکټرانو د  دفتر سره  ماموروین اوډاکټران یوه نرسه، دووه ماشومان اؤ شپږ نورو کسانو هم ژوند له لاسه ورکړۍ ، د راپورونو له مخې د دغې سازمان ډاکټرانو یاد روغتون کې د کال ۲۰۱۴م راهسې د ماشومانو د زیږون خونه فعاله کړې وه  او دغلته یې خلکو ته ویړیا روغتیایي خدمات وړاندې کول.

یاد سازمان اندېښنه ښودلې چې اینده کې هم دهغوئ په مامورینو اؤ مریضانو دغه رقم حملې  کیدای شي. دسازمان ریس تهیري ایلا فورټ ډوورجر ویلي د روغتون مامورین په دې خبره پوهه چې دويي ته خطر شته.خو داخبره دچا په وهم اؤ ګمان کې هم نه راتله چې ګنې څوک به دماشومانو زیږونکو اؤ حامله میرمنو دکمزورۍ اؤ بۍ وسۍ څخه په استفاده هغوئ اؤ دهغوئ واړه بچي ووژني.څکه دغه رقم خلکو باندې برید کول په مزهب کې هم نشته اسلام د امن دۍ او دغه رقم بریدونه پکې ناروا دي،

دغه سازمان وایي چې دغه برید کې پینځه داسې میرمنې هم وژل شوي چې په څو دقیقو یا زیات نه زیات څو ساعتونو کې یې ماشومان زیږیدونکي وؤ، سازمان غوښتنه کړې ده چې ددې خونړي برید باید پلټنې وشي اؤ دې کې ککړ خلک دې د انصاف محکمې ته راکش کړل شي.

بلخوا افغان چارواکو وعده کړې وه چې ددې حملې به پوره پلټنې کوي خو دهغه وخت نه تر اوسه یې بیا د پلټنو په اړوند یو ټکی هم له خولې نه دۍ راویستلۍ.افغان دولت له دغه برید سمدستي وروسته ددې پړه په طالبانو اچولې وه خو طالبانو دبرید غندنه کړې وه اؤ دپړې قبلولو نه په انکار کولو یې یاد برید کې دداعش لاس لرنې ته اشاره کړې وه

نړیوالې ټولنې ترڅنګ امریکا هم ددې برید ذمه وار داعش ګرځولی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دداعش وسله واله ډله دطالبانو اؤ نورو ډلو ترمنځ د دوؤ لسیزو راهسې د روانې شخړې دسوله ییز هواري دپاره دامریکایي هڅو په ضد ده. د بې پولې ډاکټرانو د سازمان ترمخه د دشت برچي روغتون کې دهغوئ د ماشومانو د زیږون څانګې د یو میلیون نفرو ته ویړیا روغتیایي خدمات ورکول .

دغه سازمان وایي چې تیرو ۱۶ کلونو کې یې افغانستان کې د روانو روغتیایي خدمتونو په مهال دمامورینو ترڅنګ اویا کسان وژل شوي دی،

دولت باید د دغسې بریدونو مخنیوۍ وګړي او امنیت ته پ،ره پ،ره کار وکړي ترڅو د بې پولې ډاکټرانو ترڅنګ نورې نړیوالې ادارې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او افغانستان د بې وزلۍ او فقر نه وژغوري د دې وړاندې هم  دکابل په شمول نورو ولایتونو کې هم په نړیوالو سازمانونو بریدونه شوي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button