نړیوال خبرونه

دروس سره کومک کونکی افغان نوم افشا شو

دروس سره مرسته کونکی افغان نوم افشا شو، ویل کيږي چې امریکا د هغه افغان نوم وښودچې طالبانو ته یې د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره له روسیې نه بنډل بنډل روپۍ راوړلې او دويي ته به ېې د جنګ لپاره ورکولې چې د امريکايي عسکرو سره جنګ وکړي

متحده ابالاتو په خپل بیان کې د دغه افغان نوم افشا کړ چې طالبانو ته یې د امریکایي ځواکونو د وژلو لپاره له روسي استخباراتو نه ډېرې زیاتې پیسې راوړلې .نیویارک ټایمز په خپل وروستي راپور کې ذکر کړي دي ، چې د روسیې هېواد استخباراتو (کې جي بي) د رحمت الله عزیزي په نوم یو افغان چې اصلآ د هلمند ولایت دی ، د امریکایانو د وژلو مقابل لپاره له مسکو څخه د تاجکستان له لارې طالبانو ته پیسې، انعامونه او وسلې انتقالولې.په دې وروستیو کې د روسیې لخوا د وسله والو طالبانو په کومک د امریکایي فوځیانو د وژنې خبره ناندریزه شوې ده او ټولې غربي رسنۍ په همدې خبر باندې ګرم بحثونه کوي.

پرون د امریکا ولسمشر ټرمپ ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبرایان ویلي، که هغه راپور تایید شي چې روسیې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې او کومک کولو ، نو امریکا باید سم ځواب ور کړي.نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې عزیزي اوس له افغانستانه تښتېدلی او ښايي روسیه کې وي.

که مونږ اوکورو په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو لخوا د افغان ځواکونو او ملکیانو پر وړاندې هم تاوتریخوالي په بې سارې توګه زیات شوی دی او دې چارې په کور د ننه او بهر اندېښنې زیاتې کړې دي.د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ په خپل يوه تازه خپاره شوي راپور کې ويلي، وسله‌والو طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې په بشري حقونو جدي محدودیتونه لګولي، په پام کې لري، وېره خپره کړي او واکمني وکړي.

بلخوا د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ د اسیا څانګې د مرستیالې پاتريشیا ګاسمن له قوله ويل شوي، طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې سخت بنديزونه لګولي او عادي خلک نه ‌شي کولای چې طالب مشرانو ته خپل غږتر غوګه کړي ، پرته له چې ولس ته حساب ورکړي، طالبان په پام کې لري وېره خپره کړي او واکمني وکړي.

راپور وړاندې کاږي، چې مسکو د هر امریکايي د وژلو مقابل کې طالبانو ته سل زره امریکايي ډالر ورکول او طالبانو هم دا پیسې په ویاړ اخیستې.امریکا هم ویلي چې دا مالومات اوس ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته رسېدلي او هغه يې په اړه څېړنې کوي.

اوس باید امریکا د روس لخوا چې کومه مرسته کيږي باید په سمه توګه وڅيړي او خپل فوځیانو لپاره داسې یو پلان جوړ کړي چې د جنګ پر مهال ونه ځپل شي ځکه اوسمهال داسې یو وخت دۍ چې که خونریزي وشي نو افغانستان د سولې لپاره ډېر زیات ځیان ورسوي اوښايي د سولې پروسې لغوې ته اړ کړي اوس باید طالبان د سیمې هېوادونه او امریکا د افغانستان د سولې لپاره کار وکړي ترڅو افغانستان کې جنګ بس شي او افغانان خپل وطن کې په ارامه فضاء کې ژوند وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button