نړیوال خبرونه

دسولې مذاکراتو ولې ځنډ سره مخ شوي

د افغانستان د سولې مزاکرات ډېره موده وشوه چې پيل شوي دي خو لا هم څه نتيجه ېې نده ورکړي څه موده وړاندې کابل ته د باجوه وروستی سفر او د سولې خبرو د پرمختګ لپاره له لنډمهاله حکومت سره موافقه سمدستي د نشه يي توکو او وسلو قاچاقبرانو او د لويو حملو د طراحانو خوشې کول او د بهرني سياست محدوديت شرطونه کېښودل شول،

د ریس جمهور غني په هغې خوشبينۍ هم دريمه هفته د اوښتو په حال کې ده، چې د مخامخ خبرو د پيل لپاره يې له ښو خبرونو سره یوځاۍ کړي،دګاونډي هېواد پاکستان د ناراضۍ له وجې هغه ګډه اعلاميه هم تر اوسه خپره نشوه چې ټاکل شوې وه د باجوه تر سفر وروسته د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو لخوا خپره شي،افغانستان ته د پاکستان د پوځ تر سفر دوه ورځې وروسته ولسمشر غني اتلانتيک شورا ته د افغانستان د سولې ليدلوري د تشريح کولو پر مهال وويل، د سولې لپاره استعفا هغه تېروتنه وه چې ډاکتر نجيب الله وکړه او افغانستان په يو ځل ليدل شوي فلم بيا وخت نه ضايع کوي. ظاهراً دغه غبرګون د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه هغې غوښتنې ته ځواب و چې د سولې او د مذاکراتو ميز ته د طالبانو له راوستو سره يې تړلی دی.

د راپورونو له مخې دا ځل ټينګار پر دې دی، چې که دقيق موقت حکومت نه منل کېږي، نو اوج ته د سولې مزاکرات له رسېدو سره سم دې ولسمشر غني استعفا ومني او په دې توګه دې حل لپاره چمتوشي ریس جمهور غني ورته په ځواب کې ويلي: «افغانستان د سولې خبرو لپاره تر اوسه ډېر انعطاف ښودلی، نور وخت دی چې د سولې عملي پروسه پيل شي او د سولې خبرو تر بريالي کېدو وړاندې په دې سناريوګانو بحثونه د وخت ضايع کول او د افغانستان بربادي ده، زه د تاريخي مسووليت له مخې د بربادۍ په نسخه لاسليک نه کوم.»

د پاکستان لوی درستيز سره د ولسمشر غني تر کتنې وروسته د ارګ پر فېسبوک پاڼه په خپاره شوي خبر کې وويل شول: «د یادونې وړ ده چې په دغه کتنه کې د بحث شویو موضوعاتو او جزئیاتو په اړه ګډه اعلامیه به د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو له لوري خپره شي.» خو تر اوسه دغه اعلاميه خپره نشوه او د پاکستان غوښتنو ته د غاړې نه ايښودو له وجې ښايي هېڅ خپره نشي.

بلخوا د قطر دفتر او کوټې شورا په تشکيلاتو کې وروستي بدلونونه او د سياسيونو پر ځای د نظامي مهرو رامخکې کول ټول د همدې لپاره دي چې له نظامي لاری افغان حکومت تر فشار لاندې راولي.په کور دننه د مخامخ خبرو د پيل ځنډېدو يو بل افشا شوی جز بيا دا دی چې په ملي امنيت شورا کې سرچينې وايي، طالبان چې د يو شمېر لويو قاچاقبرو، وسله پلورونکو او د لويو بريدونو د طراحانو خوشې کېدو غوښتنه کوي له خپل تحريک سره يې د تړاوو ثبوتونه افغان حکومت ته نشي ورکولی.

د دې ترڅنګ د افغان سیاسیونو په منځ کې خبل منځي سیاسي اختلافاتوهم د سولې مزاکرات د ځنډ ښکار کړي دي څه موده وړاندې د اتخاباتو نه وروسته د عبدالله او د غني په خپلو منځو کې د حکومت په ویش باندې اختلاف وو او په یو بل به ېې سختې نیوکې کولې خو بیا وروسته چې دا مسایل حل شول اوس دويي د سولې مزاکرات لا هم ندي پیل کړي د بازې سرچینیو له مخې دويي د سولې په مزاکراتو ته تر اوسه پورې د شک په نظر ګوري همدغه هم یو المل کېدایشي چې دويي دغه پروسه لګه سسته پرېښې ده،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button