ټکنالوجي

دسټیو جابس په لاس جوړ شوی کمپیوټر په څومره قیمت خرڅلاو ته وړاندې شو؟

دسټیو جابس په لاس جوړ شوی کمپیوټر په څومره قیمت خرڅلاو ته وړاندې شو.دامریکا د ټیک شرکت لخوا د ایپل یو نایابه کمپیوټرسسټم چې د ایپل همکار بنسټ ایښودونکی او (CEO) سټیو جابس لخوا جوړ شوی،اوسمهال ېې قیمت زیات ورته ایخی او خرڅلاو ته هم وړاندې شوی.

د دغه سسټم په اړه ویل کیږي چې په پنځلس لکه ډالرو خرڅلاو ته بازار ته وړاندې شوی. .د سټیو جابس اړوند ډېری وخت په انټرنیټ کې ځینې شیان را څرګندېږي او هغه کسان چې د نایابه توکو د راټولولو مینوال وي، په لوړ بیه یې اخلي، چې په همدې لړ کې یې اوسمهال Apple-1 خرڅلاو ته وړاندې کړی، چې د سټیو جابس او شرکت بنسټ ایښودونکي سټیو وزنیک لخوا جوړ شوی و او اوسمهال په eBay کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شوی

او دغه سسټمد پنځلس لکه امریکایي ډالرو قیمت یې پرې ایښی دی.ویل کېږي چې ددې کمپیوټر د لوړې بیې لامل دادی، چې دا د هغه شپږو پاتې شوو Byte Shop KOA لرګیو کې د موجودو کمپیوټرونو څخه یو دی، چې اوسمهال په میوزیم کې ساتل کېږي.دغه کمپیو ټر ډېرې ځانګړتیاوې لري او د ډېر عمر سسټم هم دی.

د کمپیوټر خاوند وایي، چې دغه کمپیوټر د استعمال وړ او بېخي روغ دی او له نن څخه ۴۵ کاله دمخه (۱۹۷۶) یې جوړېدل په نایاب کېدلو کې ډېروالی رامنځته کړی.هغه همداراز وايي چې د دې سسټم واحده ځانګړتیا دا ده چې ډېر پخوانی دی او خلک ېې هم له همدې امله خوښوي چې عمر ډېر دی. که څه هم اوسمهال په نړی کې ډېر پرمختللي سسټمونه راغلي خو بیا هم دغه سسټم خپل زیب لري.

879417 3357475 steve jobs rare computer updates

هېره دې نه وي چې دغه کمپیوټر چې میوزم کې هم ایخی وو نو ډېر ښه معلومیده خلک به ورته د سیل لپاره ورتلل او خوند به ېې ترینه اخیسته .اوسمهال چې بازار ته وړاندی شوی نو عام وګړي ېې قیمت ته هیران دی او سوشل میډیا کې ېې د قیمت په اړه لیکنې کوي. او مختلفو ټولنیزو شبکو کې ېې پوسټ کوي او دغه پوسټونو چې دويي نشروي هره ورځ ېې په لکاو خلک لایکوي او نشروي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button