نړیوال خبرونه

دعطا محمد نور امرالله صالح ته ځواب

دعطا محمد نور امرالله صالح ته ځواب د مزار شریف پخوانی والي عطاء محمد نور د ولمشر اشرف غني لومړی مرستیال او د کابل سرپرست امنیه قومندان امرالله صالح کابل ښار کې د غلا او «ترور» په خپرولو تورن کړی دی.ا ویلي دی چې حکومت دې خپلې ناکامي په دا ډول څرکندونو نه پټوي.

دا څر ګندونو څو ورځو راهیسې په سوشل میډیا کې سخت زور اخیستی، چې له دې سره د دواړو غاړو فیسبوکي پلویانو هم یو بل سخت «ښکنځي» او «رټي».تیره ورځ د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور د امرالله صالح لخوا کابل ښار کې د امنیتي میثاق په نوم پروګرام له لارې پر نامسئولو وسله والو د وسلو د ویش پروګرام ته په اشارې سره ویلي، چې ښاغلی صالح غواړي له دغې لارې د خپل ګوند«زرغون خوځښت» کسان په کار وګوماري او خپل سیاسي سیالان ورباندې وځپي.د ښاغلي نور په ځواب کې امرالله صالح هم پرون د سه شنبې په ورځ په خپلې فیسبوک پاڼې «نور» ته په اشارې ولیکل۔

په حیرتان بندر کې د فساد داسې قضیه به رسنیزه کړي، چې په خبره یې ځینې حلقاتو په میاشتنۍ توګه د ملت څومره پیسې خوړلې دي.نوموړي دغه راز «نور» ته په خطاب کې لیکلي ؤ، د خپلو غاښونو ته به پام کوي، ځکه عطاء نور څو کلونه وړاندې د «ملي پخلاینې عالي شورا» اوسني مشر عبدالله عبدالله سره د یوې ناندرۍ پرمهال هغه د غاښونو د ویستلو ګواښ کړی ؤ.او نومړی ته ېې سختې خبرې کړې وې.

د امرالله صالح د ننیو تورونو په ځواب کې عطاء محمد نور توند فیسبوکي غبرګون ښودلی او «صالح» یې د ملي امنیت له تصدۍ او ملي دسترخوان څخه د غلا ترڅنګ د هېواد سیاسي او مذهبي مشرانو په سپکاوي او «ترور» تورن کړی دی.

عطاء نور وايي، امرالله صالح «یو غلام بچه» ګوډاګی ماشوم دی او دده سیال هیڅکله نه شي کیدای، ځکه په خبره یې «صالح» نه جهادي مخینه لري او نه هم سیاسي بلکې د تاجکستان پلازمینه دوشنبې کې د جمعیت ګوند د سیاسي دفتر کمپیوټرکار پاتې شوی دی.

نوموړي همدا راز صالح او د هغه ګوند د بهرنیو هېوادونو ګوډاګی او جاسوس یاد کړی او ننګولی یې دی، چې د «زرغون خوځښت» ټول پلویان د جمعیت ګوند د یوې ولسوالۍ افرادو ته هم نه شي رسیدلای.هغه وايي چې صالح دې په ځان کار وکړي. او کله چې څه وايي یا ېې لیکی نو سوچ او فکر دې کوي.

د استاد عطا په خبره داچې امرالله صالح د خپلو سیکولر(بې دینه) افکارو له امله د هېواد سیاسي مشرانو، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وارثینو علماء کرامو، مذهبونو، ملي او جهادي شخصیتونو او هزاره قوم ته هم سپکاوی کړی، آخر دی کوم حد ته پابند دی هغه وايي چې د دا ډول خبرو دې ډډه وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button