نړیوال خبرونه

دفساد پر زد د حکومت مبارزه

دفساد پر زد د حکومت مبارزه نن د فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ده اداري فساد يو له هغه مصيبتونو څخه دی چې د يوې ټولنې بېخ او بنسټ له منځه بوزي، کله چې يو هیواد په دې کرغېړنه پديده اخته شي بيا هلته عدالت، مساوات، ازاد رقابت او هرڅه له منځه وړل کیږي او یوازې د فساد له لارې خپل کارون مخې ته وړي.

زمونږ هېواد يو له هغه هېوادونو څخه دی چې مشران یې د فساد په ضد د مبارزې ډول ډېر ډنګوي خو اجراعات او عمل یې نه تر سترګو کېږي، ان ولسمشر غني چې ځان یې یو اکاډميک شخص معرفي کاوه او ويل به يې چې کورنۍ او نصب نلري چې فساد ورته وکړي ددې پديدې په له منځه وړلو کې ناکام شو او افغانستان همغسې د مفسدو هېوادونو په سر کې ځای لري.که څه هم حکومتي چارواکي د فساد په وړاندې د مبارزې نارې وهي او هره ورځ یې يو بېل کميسيون جوړ کړی وي، خو حقیقت بیا داسی ندی.

د دولت اعلی چارواکي چې نړۍ يې ليدلې او دیده خلک دي اوس هم په افغانستان کې د سيستم په ځای په اشخاصو پانګونه کوي، مثال د کابل خلک په ځانګړي ډول د تلیفون د غلو څخه پوزو ته راغلي، تراوسه لسګونه او سلګونه کابل مېشتي صرف د یوه ټليفون لپاره د غلو له وري لوټ شوي ځينې ان په پخپل مال باندې په شهادت رسېدلي دي.

تردې دمه دولت په دې هېڅ ډول سيستماتيک کار نه دی کړی، ددې په ځای چې د پرمختللو خو ساده تګلارو کار واخلي، د مثال په ډول د تلیفون سريال نمبر ثبت کړي، سيمي کارت ثبت کړي او د غلا په صورت کې هغه تلیفون په اوتومات ډول غيرې فعال کړي حکومت اشخاص بدلوي.

دفساد پر زد د حکومت مبارزه
دفساد پر زد د حکومت مبارزه

دولت دومره واک او پرواګرام او ي اهم اراده نلري چې د غیرې قانوني سيمي کارتونو د خرڅولو مخه ونيسي، دا خو ښکاره خبره ده چې حکومت د خپل توان څخه د ګټې اخيستنې په صورت کې کولی شی دا هرڅه عملي کړي او ددا ډول غلاوو مخه په لنډ وخت کې ددايم لپاره ونيسي خو برعکس په حکومت کې اراده نشته او همدا غلا او وحشت کې دوی خپله ونډه اخلي.او لا هم افغانستان او اداراتو کې په میلیونو افغانی فساد کیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button