نړیوال خبرونه

دلوړوزړکړو وزارت: ډېر ژر به خصوصي پوهنتونونه پيل شي

زېری.د وږي (سنبلې) په ۱۵مه نېټه د ټول هېواد په خصوصي پوهنتونو کې حضوري درسونه پيلېږي.لوړو زده کړو وزارت وايي چې حضوري درسونه به ژر تر ژره شروع شي.

د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د حضوري درسونو د پیل په اړه د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه معینیت د سرپرست انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ تر سره شوه.دغه ناسته کې چې د دولتي زده کړیالانو د چارو رییس پوهنوال انجنیر محمد شریف امین، د اکاډمیکو چارو د ارزونې او څار رییس پوهندوی دوکتور ولي محمد حنیف، د خصوصي زده کړیالانو د چارو رییس پوهندوی دوکتور خیبر سیفي او د زده کړیالانو چارو د معینیت سلاکار پوهنوال احمد ضیاء یوسفزي هم شتون درلود،

د زده کړیالانو چارو د معینیت سرپرست انجنیر سید اسماعیل روحاني په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د حضوري زده کړو د پیل د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې ټول تحصیلي بنسټونه د اسلامي ارزښتونو په مراعاتولو مکلف دي.او همداراز موږ په دې هڅه کې یو، چې ډېر ژر پوهنتونونه د زده کړیالانو پر مخ پرانیستل شي.

IMG 20210830 145408 620

هغه زیاته کړه، چې د کورونا ناروغۍ او همدارنګه د وروستیو بدلونونو له امله په زده کړو کې ډېر ځنډ رامنځته شو او منظم مهالوېش له خنډ سره مخ شو، چې د یاد ځنډ د جبران په پار یوې منظې چلنلارې او مهالوېش ته اړتیا ده.

انجنیر سید اسماعیل روحاني وویل، چې ټول د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونه به د وږي په ۱۵مه نېټه، خپل حضوري درسونه پیل او د پسرلني سمېسټر د ازموینې او همدارنګه د خزاني سمېسټر لپاره د کانکور ازموینې مهالوېش به هم ډېر ژر خپور شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button